لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځ دنوي مشر په اعلان نۀ کولو نواز شريف د نيوکو لاندې راغلى


دحزب اختلاف مشر وزيراعظم ته مشوره ورکړې چې دوسله والو پوځونو دنوي مشر په ټاکلو کې بايد دسنيارټي اړخ له پامه ونۀ غورځوي.
دحزب اختلاف مشر وزيراعظم ته مشوره ورکړې چې دوسله والو پوځونو دنوي مشر په ټاکلو کې بايد دسنيارټي اړخ له پامه ونۀ غورځوي.
پيښور- په داسې حال کې چې دپاکستاني پوځ موجوده سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دروانې مياشتې په ٢٨مه نيټه دخپلې عهدې څخه ريټائر کيږي په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دنهې په ورځ په وزيراعظم نواز شريف دپوځ دنوي مشر په ټاکلو کې دځنډ څخه په کار اخستو نيوکه کړې ده.
خورشيد شاه وائي دپوځ نوى سرلښکر يوه مياشت دمخه ټاکل پکار وؤ اؤ زياته کړې يې ده چې په دغه معامله کې دځنډ څخه کار اخستل مناسب نۀ دي.
دحزب اختلاف مشر وزيراعظم ته مشوره ورکړې چې دوسله والو پوځونو دنوي مشر په ټاکلو کې بايد دسنيارټي اړخ له پامه ونۀ غورځوي.
دخورشيد شاه وينا ده کله چې هم پاکستان مسلم ليگ(ن) په اقتدار کې راشي نو تير وخت هيروي
په ١٢م اکتوبر کال ١٩٩٩ء کې دپاکستان دپوځ پخواني سرلښکر جنرال پرويز مشرف دپاکستان داوسني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دحکومت تخته اړولې وه اؤ څيړونکي وائي ددغسې کومې بلې خطرې څخه دبچ کيدو لپاره نواز شريف نۀ غواړي دپوځ دنوي مشر په ټاکلو کې دتُندۍ څخه کار واخلي.
بلخوا په وزيراعظم دخورشيد شاه لخوا شوؤ نيکو ته په ځواب وئيلو سره دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې دپوځ دسرلښکر اؤ دچيف جسټس تعيناتي به دائين سره سمه کيږي.
داطلاعاتو وزير دحزب اختلاف دمشر لخوا په دغه اړه په وزيراعظم لگول شوي تورونه بې اساسه وگرځول اؤ وې وئيل دوطن سره مينه لرونکى دهيواد دبچ کولو لپاره هر تن چې مخ په وړاندې کوم گام اخلي ستائيلى به شي
دپاکستان حکومت دوړاندې څخه په ډاگه کړې ده چې دپوځ دراتلونکي سرلښکر اؤ گډوځواکونو دکميټې دمشر اعلان به په ٢٨م نومبر کوي، په دغه نيټه به دپوځ موجوده سرلښکر جنرال کياني دخپلې عهدې څخه ريټائر شي.
دپاکستاني پوځ ددغو اعلي عهدو لپاره چيف اف جنرل سټاف ليفټننټ جنرال رشيد محمود اؤ چيف اف لوجسټک سټاف ليفټننټ جنرال هارون اسلم دلمړي صف په پوځي مشرانو کې شامل دي، دپوځ دکمانډ دبدلون دستوره به په ٢٩م دسمبر ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG