لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي په امنيتي تړون لاسليک نه وړاندې دامنيت ډاډ غوښتى


حامد کرزي ټينگار وکړو چې بهرني پوځيان بايد دافغانانو کورونو ته ور نۀ ننوځي ،افغانستان کې دسولې دپاره صادقانه هڅې وشي اؤ د افغانستان خلکو ته دې د روڼ انده ټولټاکنو په هکله ډاډ ورکړل شي.
حامد کرزي ټينگار وکړو چې بهرني پوځيان بايد دافغانانو کورونو ته ور نۀ ننوځي ،افغانستان کې دسولې دپاره صادقانه هڅې وشي اؤ د افغانستان خلکو ته دې د روڼ انده ټولټاکنو په هکله ډاډ ورکړل شي.
پيښور- دافعانستانستان صدر حامدکرزي يوځل بيا امريکا ته په ډاگه کړې ده چې ترهغې امريکا سره په امنيتي تړون لاسليک کولو ته چمتو نه دى ترڅو چې ورته امريکا دافغانانو کورونو ته د امريکايي پوځيانو د نۀ ورننوتلو اؤ افغانستان کې د روڼ انده ټولټاکنو ډاډ نه وي ورکړى.
هغه دغه خبرې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ په کيدونکي امنيتي تړون د لاسليک دجنجال د هواري په غرض دکابل په سفر تللې دامريکا دملي امنيت صلاح کارې سوزان رائس سره په صدارتي ماڼۍ کې دترسره شوې يوې ليدنې په مهال کړي دي.
دنهې په ورځ دافغانستان د صدارتي محل څخه د جاري شوي بيان له مخې دامريکا دملي امينيت د صلاح کارې سره په ليدنه کې افغان صدر حامد کرزي ټينگار وکړو چې بهرني پوځيان بايد دافغانانو کورونو ته ور نۀ ننوځي ،افغانستان کې دسولې دپاره صادقانه هڅې وشي اؤ د افغانستان خلکو ته دې د روڼ انده ټولټاکنو په هکله ډاډ ورکړل شي.
سرچينې وائي په دغه ليدنه کې زياتې خبرې دامريکا اؤ افغانستان ترمينځ په تجويز کړل شوي امنيتي تړون شوي اؤ امريکايي پلاوي د صدرکرزي څخه هيله کړې چې د راتلونکو ټولټاکنو څخه د مخه بايد په دغه امنيتي تړون لاسليک وکړي.
په دغه مجوزه امنيتي تړون د لاسليک کولو دپاره افغان صدر حامد کرزي څلور ورځنۍ لويه جرگه رابللې وه چې پکې خواوشا ٢٥٠٠ قامي،قبائيلي،سياسي اؤ مذهبي مشرانو برخه لرله اؤ دغه جرگې افغان صدر ته امريکا سره په امنيتي تړون د لاسليک کولو سفارش کړى دى .
افغان صدر حامد کرزي په دغه مجوزه امنيتي تړون کې په ځانگړو حالاتوکې دافغانانو کورونو ته دامريکايي پوځيانو دننوتلو په ضد دى اؤ دريځ لري چې امريکا دې دافغانانو کورونو ته د بهرنو عسکرو دننوتلو دمخنيوي، هيواد کې د سولې دټينگښت اؤ د روڼ انده ټولټاکنو د ترسره کيدو ډاډ اؤ ذمه واري افغانستان ته ورکړي وروستو له هغې به هغه په دغه تړون لاسليک کولو ته چمتو شي.
خو لويې جرگې په خپلو سفارشاتو کې په ډاگه کړې وه چې په دغه امنيتي تړون کې داسې هيڅ د تنقيد وړ څه نۀ شته چې له مخې دې يې پرې په امنيتي تړون د صدر حامد کرزي لاسليک وځنډول شي.
دحامد کرزي د دفتر څخه د جاري شوي بيان لۀ مخې دامريکا د ملي امنيت صلاح کارې رائس وويل هيواد يې پخپله دې ژمنه کلک ولاړ دى چې افغانستان کې به راتلونکې ټولټاکنې د هررقم ټگۍ برگۍ اؤ لاسوهنو څخه پاکې وي.
خو ميرمن رائس په دغه ليدنه کې افغان صدرته داسې کوم ډاگيز ډاډ نه دى ورکړى چې بهرني ځواکونه به په ځانگړو حالاتو کې د افغانانو کورونو ته نۀ ورننوځي البته بيان کې راغلي چې افغانستان کې دناټو د ځواکونو مشر جنرال ډانفورډ وئيلي خپلو ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې دافغانانو په کورونو کې دعملياتو څخه ډډه وکړي.+

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG