لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تورپېکۍ : نیمګړې خوب به په کینډا کې پوره کوم


Maria Torpekai 1
Maria Torpekai 1

Maria Torpekai
Maria Torpekai
د پاکستان قباېلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د څلورو کالو په عمر کې د قبایلي روایاتو او سړو د مخالفت د ویری د چنګیز خان په نوم لوبې شروع کونکې ماریه تورپېکۍ واېي د ورلډ چیمپین د جوړیدو په لاره کې ېي اوس یو طاقت هم نه شي اودریدلې.هغه واېي دغه ارمان به اوس کېنېډا کې پوره کوي- ماریه د ورلډ چیمپین جوړیدو خوب یواځې د نارینوو په اثر کې راګیره سخت دریزه ټولنه کې پوره کیدل ممکن نه وو. دغلته نه یواځې هغې ته په تکنیکي توګه بریالتوب ترلاسه کول ګران وو بلکې فن،هنراو د لوبو د دښمنانو د لوري هغی ته د مرګ خطرېهم پرتې وې-
22 کلنه ماریه دا وخت په کینیډا کې ده او د ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت ېي دغه ژمنه کړی ده چې نه یواځې ورلډ چمپین جوړیدل ېي د ورکوټوالي ارمان دی ولې واېي وس هغه سوچ ته هم ماتې ورکول غواړي چې ګڼې په ښځو قدغن پکار دی او ښځو له آزادي ورکول بې غېرتي گڼي. ماریه واېي د هغی په ټولنه کې په ښځو اعتبار سړي د خپل شان په خلاف ګڼی. واېي نړۍ ته به ثابتوي دغه سوچ خطا دی. هغه واېي د کینیډا خلکو هغې ته د انسانیت سره د مینی چل اوښودو. او اوس به د دغه سوچ سره بیرته درومې چې انسانیت د هر مذهب ، سوچ، رنګ، نسل، عقیدې او ذات پات نه بالا تر دی.
ماریه پا پاکستان کې د قدغنونو او سهولتونو د نیمګړتیاو د لاسه په خپله د ایزدکړو د غیر ضروري او غیر روایتي طریقو نه تیره شوي ده چې په نتیجه کې یې د هغې د وجود جوړښت ته سخت زیا ن رسیدلې دې. ماریه په خپل کور کې تر ګینټو ګننټو پورې جسماني مشقت کړی دی. ځکه وس ېي کوچ هڅه کوي چې نه یواځې هغه په لوبه کې کمال ته ورسوي ولې د هغې جسم هم د کره لوبغاړي په رنګ کې راولي.
په پاکستان کې هاشم خان، جهانګیر خان، جانشیر خان او قمر زمان په شان لوبغاړو د سکواش په لوبه کې سترې کامیابۍ تر ډیرې مودې ګټلې. اوس ګورو چې پښته تورپېکۍ نړۍ ته کله ښاېي پښتنې د میوند نه تر ټورنټو پورې د برېالتوب بېرغ په مخکې بوتلې شي.
مارېه د ډيوه رېډېو همکار رحمان بونېري سره خبرې کړي دي دلته ېې واورۍ-
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:09:46 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG