"زه د پېښو د راپورونو په اړه خبرې نه کوم... زه یواځې دومره ویلای شم چې زموږ او د G7 د ټولو غړو هڅه او تمرکز د تاوتریخوالي پر کمولو باندې دی."
بلینکن وویل امریکا د یرغل په هیڅ قسم بریدونو کې لاس نه لري، وایي د امریکې او د G-7 هیوادونو توجه د ممکنه شخړې مخه نیول دي او د هر قسم تاوتریخوالي کمول دي:
"تاسو ولیدل چې اسرایل باندې بریدونه وشول، او بې شکه مونږ دا یقیني کوو چې اسرایل په موثره توګه خپله دفاع وکړي خو ورسره دې د شخړې له زیاتېدو او جنګ نه ډډه وکړي".
د اې بي سي، سي بي اېس، او – اېن پی آر رسنیو پخپلو رپوټونو کې نور جزئیات ندي وړاندې کړي چې دا مبینه حمله چېرته شوې او کوم ځای په کې په نښه شوی دی.
روئټرز خبري ادارې د یو ایراني چارواکي له قوله، چې نوم یې ندی څرګند، ویلي چې په اصفهان کې د چاودنې کوم غږونه چې اورېدل شوي، هغه د ایران د فضایي دفاع د سیسټمونو د فعاله کولو په وجه و، او ګني د ایران په ضد د میزائیل کوم برید ندی شوی.
د اسرایل د پوځ یو ترجمان د دغو رپوټونو د خورېدو نه یو ساعت پس وي او اې ته وویل، هغه "دا شيبه" د امریکایي رسنیو په دغو رپوټونو څه تبصره نه کوي.
د ایران سرکاري خبري ادارې، اېرنا ویلي دي چې د هغه هېواد فضایي دفاعي سیسټمونه د څو ولایتونو په سر فعاله کړی شوي دي.
هم اېرنا، او هم یوې بلې سرکاري خبري ادارې، فارس چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سره تعلق ساتي، د نامعلومو خبري ذرائعو له قوله ویلي چې د ایران په مرکزي ولایت، اصفهان کې یوه چاودنه شوې ده.
رپورټ کې ویل شوي چې د چاودنې ممکنه هدف پوځي ریډار ؤ اؤ د چاودنې له امله سیمه کې د کورونو اؤ دفترونو شیشې ماتې شوې دي
د ایران له لوري په اسرایل د میزایلو اؤ ډرون بریدنونو ته وروسته تېره هفته د اسرایل وزیراعظم نیتنیاهو ژمنه کړې وه چې په ایران به ځوابي برید کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکې اؤ ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو د اسرایل نه غوښتنې کړي دي چې ایران ته باید د هغوي د برید ځواب ور نه کړي اؤ د زغم څخه کار واخلي.
ایران هم خبرداری ورکړی چې که برید پرې وشي نو ددې به سختې نتیجې مخې ته راشي.
د ایران ملاتړو وسله والو ډلو په لبنان ، یمن اؤ عراق کې هم بریدونه پېل کړي اؤ د فلسطینیانو د ملاتړ اعلان یې کړی.
09:2019.4.2024
په اسرایل د حملې په سر امریکې او اتحادیانو يې په ایران پابندۍ ولګولې
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) په اسرایل د حملې په سر امریکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ایران پابندۍ ولګولې او هغه افراد او کمپنۍ يې په نخښه کړې چې د ایران پوځ ته وسله او نور مواد ورسوي.
د امریکې صدر جوبایډن په یو بیان کې وویل په اسرایل حمله په ناکامه کولو کې يې مرسته کړې او اوس د ایران احتساب کوي او په ایران نوي بندیزونه او د برامداتو قدغنونه لګوي.
بایډن د ایران پلویان ته هم خبرداری ورکړو او ویې وېل دا واضحه ده چې هغه څوک چې د ایران د حملو ملاتړ کوي، امریکا د اسرایل تحفظ ته ژمنه لري او په سیمه کې د خپلو امیني ځواکونو او همکارانو د تحفظ دپاره به هر ضروري ګام په اخلي او د مخالفینو احتساب به کوي.
امریکې او اتحادیانو يې په ایران بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې اسرایل د ایران د حملې په جواب ورکولو غور کوي.
د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي..
21:0318.4.2024
قریباً ۵۰ ملکونو په اسرایل د ایران حملې غندنه او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه یې کړې
قریباً ۵۰ ملکونو په یو مشترکه بیان کې په اسرایل د ایران د مزایل او ډرون حملو غندنه کړې او په ټولو فریقېنو یې غږ کړی چې کړکېچ د نور پراخېدو مخنیوي دپاره دې کوښښونه وکړي او لوظ یې وکړو چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي د ختمولو دپاره به په سفارتي کچه همکاري کوي.
په ملګرو ملتونو کې د ۵۰ واړو ملکونو مستقل استازو د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري شوي بیان کې وویل په اسرایل د ایران حمله د ایران او د ایران پلوه وسله والو د هغه ګامونو څخه وروستی ګام دی چې نړیوال امن او امان ته خطر راولاړوي.
د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي.
15:2718.4.2024
اسرایلي وزیراعظم وايي د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي.
بلخوا، د ایران نایب خارجه وزیر علي باقر کني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران حکومتي ټېلې وېژن ته وویل د اسرایل د ممکنه حملې جواب به په ګنټو نه بلکې په سېکېنډونو کې ورکوي.
22:5716.4.2024
صدر ابراهیم رییسي: ایران به د اسرایل "کمزوري اقدام" ته هم "سخت او دردوونکی" جواب ورکړي
د ایران صدر ابراهیم رییسي وایي که اسرایل د ایران خلاف معمولي اقدام وکړي نو سخت او دردوونکی جواب به ورکړل شي.
د ایران د اسنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایراني صدر دا خبرې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره تېره شپه په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د ایران صدر زیاته کړې چې هېواد به یې د خپلو ګټو خلاف هر ډول اقدام ته جواب ووایي.
د ایران د صدر په ګډون د دې هېواد نورو چارواکو هم د اسرایل هغو خبرداریو ته د جواب ویلو ګواښ کړی چې وایي د ایران د ډرون او میزایل بریدونو جواب ته به مناسب جواب ورکوي.
18:0816.4.2024
اسرایل د ایران پر میزایل پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز غوښتنه کړې
اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي:
"د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم".
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې ایران باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري او امنیت شورا دې پرې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي.