د ایران صدر ابراهیم رییسي د سرښار تهران سره نږدې د پوځیانو کلیز پرېډ ته وویل که اسرایل په ایران حمله وکړه نو ایران به ورته دروند او سخت جواب ورکوي.
15:27
اسرایلي وزیراعظم وايي د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي.
بلخوا، د ایران نایب خارجه وزیر علي باقر کني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران حکومتي ټېلې وېژن ته وویل د اسرایل د ممکنه حملې جواب به په ګنټو نه بلکې په سېکېنډونو کې ورکوي.
22:5716.4.2024
صدر ابراهیم رییسي: ایران به د اسرایل "کمزوري اقدام" ته هم "سخت او دردوونکی" جواب ورکړي
د ایران صدر ابراهیم رییسي وایي که اسرایل د ایران خلاف معمولي اقدام وکړي نو سخت او دردوونکی جواب به ورکړل شي.
د ایران د اسنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایراني صدر دا خبرې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره تېره شپه په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د ایران صدر زیاته کړې چې هېواد به یې د خپلو ګټو خلاف هر ډول اقدام ته جواب ووایي.
د ایران د صدر په ګډون د دې هېواد نورو چارواکو هم د اسرایل هغو خبرداریو ته د جواب ویلو ګواښ کړی چې وایي د ایران د ډرون او میزایل بریدونو جواب ته به مناسب جواب ورکوي.
18:0816.4.2024
اسرایل د ایران پر میزایل پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز غوښتنه کړې
اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي:
"د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم".
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې ایران باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري او امنیت شورا دې پرې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي.
د جي7 هېودونو په غونډه کې د ایران برید غندل شوی، امریکا وایي له ایران سره د جګړې او بحران زیاتول نه غواړي
په اسرایل باندې د ایران له بریدونو وروسته د امریکې د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د شخړې زیاتېدل نه غواړي.
د ایران له برید وروسته د نړۍ د اوو هېوادونو مشرانو آنلاین غونډه کړې، د سپینې ماڼۍ په وینا صدر بایډن دې غونډې ته وینا کړې ده. ټولو مشرانو د ایران برید غندلی او د اسرایل د امنیت د ملاتړ ژمنه یې تازه کړې ده.
جان کربي یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکا این بي سي ټیلیویژن ته وویل، "موږ نه غواړو چې د دې شخړې زیاتېدل ووینو، موږ له ایران سره د جګړې پراختیا نه غواړو".