لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ژوندۍ په اسرایل د ایران برید

اسرایلي وزیراعظم وايي د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي

بېنجمن نېټن یاهو د جرمن چانسلر اولف شولز سره مشترکه خبري کانفرس ته وېنا کوي
بېنجمن نېټن یاهو د جرمن چانسلر اولف شولز سره مشترکه خبري کانفرس ته وېنا کوي

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د ایران د حملې په ضد به د هېواد دفاع کوي.
بلخوا، د ایران نایب خارجه وزیر علي باقر کني د ګل، دوشنبې، په ورځ د ایران حکومتي ټېلې وېژن ته وویل د اسرایل د ممکنه حملې جواب به په ګنټو نه بلکې په سېکېنډونو کې ورکوي.

22:57

صدر ابراهیم رییسي: ایران به د اسرایل "کمزوري اقدام" ته هم "سخت او دردوونکی" جواب ورکړي

د ایران صدر ابراهیم رییسي وایي که اسرایل د ایران خلاف معمولي اقدام وکړي نو سخت او دردوونکی جواب به ورکړل شي.

د ایران د اسنا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې ایراني صدر دا خبرې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره تېره شپه په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.

د ایران صدر زیاته کړې چې هېواد به یې د خپلو ګټو خلاف هر ډول اقدام ته جواب ووایي.

د ایران د صدر په ګډون د دې هېواد نورو چارواکو هم د اسرایل هغو خبرداریو ته د جواب ویلو ګواښ کړی چې وایي د ایران د ډرون او میزایل بریدونو جواب ته به مناسب جواب ورکوي.

18:08

اسرایل د ایران پر میزایل پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز غوښتنه کړې

اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي:

"د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم".

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې ایران باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري او امنیت شورا دې پرې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي.

15:12

‏جي-‏‎7‎‏ هیوادونه په اسرایل د ايران د حملې وروسته په منځني ختيځ کې د ثبات دپاره ګامونه پورته کوي

Mideast Tensions Key Events
Mideast Tensions Key Events

د نړۍ اووه شته منو هیوادونو (جي-‏‎7‎‏) د اتوار په ورځ غونډه کړې او په ښکاره يې په اسرايل د ايران حمله غندلې ده.‏ د ويډيوي غونډې وروسته د جي-‏‎7‎‏ هيوادونو په بيان کې ویل شوي، "مونږ د اسرايل او خلکو سره یې د پوره يو والي او ملاتړ څرګندونه کوو او د امنيت ‏دپاره يې ژمنه کوو".‏

اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏ جي-‏‎7‎‏ هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې نه ډډه وشي".‏

د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".‏

د اتوار په ورځ د جي-‏‎7‎‏ هيوادونو غونډه اټلي رابللې وه. په جي-‏‎7‎‏ هيوادونو کې برتانيه، کېنېډا، فرانس، جرمني، جاپان او امریکا شامل دي او دا وخت یې ‏مشري د اټلي سره ده.‏

لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د ‏بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.‏
هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.‏

09:07 15.4.2024

اسرایل په ملګرو ملتونو کې ایران ته د حملې په سر د سزا ورکولوغوښتنه کړې

The United Nations Security Council holds a meeting on the situation in the Middle East, including Iran's recent attack against Israel, at UN headquarters in New York City on April 14, 2024.
The United Nations Security Council holds a meeting on the situation in the Middle East, including Iran's recent attack against Israel, at UN headquarters in New York City on April 14, 2024.

اسرايل د اتوار په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا نه غوښتي ايران ته دې په اسرايل د حملې کولو سزا ورکړي او د نورو حملو مخه دې ونيسي. ‏

د اسرايل استازي ګېلاد ايردن ویلي، "امنيتي شورا دې نن ضرور اقدام وکړي"، هغه ویلي، "د ايران ترهګري دې وغندي، بندیزونه دې پرې بيرته ولګوي، د ‏ايران پاسداران انقلاب ځواک دې ترهګره ډله وګرځول شي. اوس دې اقدام وکړل شي، د اسرايل او سيمې دپاره نه، بلکې د نړۍ دپاره".‏

اسرايل د ايران لخوا په اسرايل د ‏‎170‎‏ وسله والو ډرون، ‏‎120‎‏ بېلسټک ميزايلو او ‏‎30‎‏ کروز ميزايلو د برید وروسته د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا ‏سمدستي غونډې بللو غوښتنه کړې وه. اسرايل ويلي، د امریکې او نورو اتحاديانو سره په ګډه یې د ايران ‏‎99‎‏ فيصده ډرون او ميزايلې راغورځولي دي.‏

ايردن په امنيتي شورا نيوکه کړې، د کلونو راهسې یې د ايران په اړه د اسرايل خبرداري ته غوږ نه دی نيولی.‏
‏ هغه ویلي، نړیواله ټولنه د "شيعه اسلامي رژيم" په راپورته کېدو غلې پاتې ده، خو د ايران په اسرايل د نېغ په نېغه حملو سره دغه رژيم اوس بې پردې یا ‏مخه بربنډ شو.‏

اسرایل په ملګرو ملتونو کې ایران ته د حملې په سر د سزا ورکولوغوښتنه کړې

09:06 15.4.2024

امریکا: اسرايل ضرورت نه لري چې د ایران پرضد جوابي کارروايي وکړي

Israeli Ambassador to the UN Gilad Erdan shows a video of drones and missiles heading toward Israel during a United Nations Security Council meeting on the situation in the Middle East, including Iran's recent attack against Israel, at UN headquarters in
Israeli Ambassador to the UN Gilad Erdan shows a video of drones and missiles heading toward Israel during a United Nations Security Council meeting on the situation in the Middle East, including Iran's recent attack against Israel, at UN headquarters in

په اسرايل د ايران د ډرون او ميزايل بريدونو وروسته په واشنګټن کې لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي چې په منځني ختيځ کې جګړه پراخه نه شي.‏ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ماسپښين يو امریکايي لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبريالانو ته ويلي، "دلته ځينې نتيجې ضرورت لري".‏

چارواکي ويلي، د امریکې صدر جوبايډن د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو سره په تازه خبرو کې "ښکاره ویلي مونږ چې څه کوو د شخړې د خطرو ‏سېوا کولو" په ځانګړي ډول تګلاره او احتياط پکار دی.‏ د اسرايل چارواکي ايران ته د جواب ورکولو ټينګار کوي خو د اسرايل د جنګ کابينه په څرګنده وېشلې ښکاري چې جواب څنګه او کله پکار دی.‏
که اسرايل جوابي کارروايي کوي، دا به یې يواځې کړي.‏

امریکايي چارواکي وايي، "مونږ به په داسې کولوپه خپله برخه نه اخلو" نوموړي د ايران حملې ته په غبرګون ويلو کې د امریکې د برخې اخستو پوښتنې ته ‏په ځواب کې دغه خبره کړې ده.‏ د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ترمخه، د ايران لخوا په اسرايل د شوو "‏‎ 300‎‏ نه زيات ډرون او ميزايل حملو" د اسرايل، امریکې او نورو ‏همکارانو لخوا په شا تمبول "غټه پوځي کاميابي" وه.‏

امریکا: اسرايل ضرورت نه لري چې د ایران پرضد جوابي کارروايي وکړي

09:03 15.4.2024

د جي7 هېودونو په غونډه کې د ایران برید غندل شوی، امریکا وایي له ایران سره د جګړې او بحران زیاتول نه غواړي

په اسرایل باندې د ایران له بریدونو وروسته د امریکې د ملي امنیت شورا سلاکار جان کربي وویل چې امریکا په منځني ختیځ کې د شخړې زیاتېدل نه غواړي.

د ایران له برید وروسته د نړۍ د اوو هېوادونو مشرانو آنلاین غونډه کړې، د سپینې ماڼۍ په وینا صدر بایډن دې غونډې ته وینا کړې ده. ټولو مشرانو د ایران برید غندلی او د اسرایل د امنیت د ملاتړ ژمنه یې تازه کړې ده.

جان کربي یکشنبې- اتوار په ورځ د امریکا این بي سي ټیلیویژن ته وویل، "موږ نه غواړو چې د دې شخړې زیاتېدل ووینو، موږ له ایران سره د جګړې پراختیا نه غواړو".

جاني کربي زیاته کړه چې دوی په سیمه کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په اړه د ایران ګواښونو ته متوجه دي.

23:59 14.4.2024

اسرایل وایي د ایران ور ویشتل شوي ډرون او میزایل یې 99 فیصده په کامیابۍ ناکامه کړي

اسرایل وایي هوایي دفاعي ځواکونو یې په کامیابۍ سره د خپل هېواد دفاع کړې او د ایران د بریدونو یې 99 فیصده مخه نیولې ده خو وایي یو فیصد بریدونو یې یوه نجلۍ زخمي کړې او لږ زیان یې اړولی دی.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري نن ویلي، ایران تر 300 زیات میزایل او ډرون ویشتلي، چې وایي په هغوی کې یې ځینې له یمن او عراقه ور ویشتلي خو وایي اسرایلي هوایي ځواکونو 99 فیصده د اسرایل له فضا بهر ناکاره کړي دي.

د اسرایل د هوایي میدانونو ادارې هم د یکشنبې- اتوار په سهار وختي اعلان کړی چې سهار شاوخوا اووه نیمې بجې یې د خپل هېواد فضا بیرته د پروازونو لپاره پرانیستې

20:25 14.4.2024

پوپ فرانسس له ایران او اسرایل غوښتي په منځني ختیځ کې د شخړې له زیاتېدو دې ډډه وکړي

د عیسایانو د کېتولیکې کلیسا مشر پوپ فرانسس له ایران او اسرایل څخه غوښتي د تشدد له زیاتېدو دې ډډه وکړي چې له کبله یې په منځني ختیځ کې شخړه پسې زیاته شي.

نن په وېټیکن ښار کې زایرینو ته په وینا کې پوپ فرانسس ویلي چې پر اسرایل د ایران د بریدونو خبرونه ګوري او وایي دې اقدام اندېښمن کړی او دردولی دی:

"زه د هر هغه اقدام د درېدو لپاره له زړه غوښتنه کوم چې په منځني ختیځ کې د لا لویې جګړې د خطر له زیاتولو سره سره تشدد ته د ودې ورکولو سبب کیږي".

19:30 14.4.2024

د ایران لخوا په اسرایل د ډرون او توغندیو ویشتلو وروسته د نړۍ اووه شته مندو هیوادونو (جي -۷) مشران نن یوه ویډیو یا انلاېن غونډه کوي. دغه غونډه د اټلي لخوا رابلل شوې چې دا وخت د دغه ډلې مشري کوي. په دغه هیوادونو کې امریکا، جاپان، جرمني، فرانس، برتانیه او کېنېډا شامل دي.

د اټلي وزیراعظم ګورګیا میلوني په اېکس / پخواني‌ ټوېټر ویلي، ٫٫ مونږ په دغه سیمه کې په روانو حالاتو او زیاتیدونکي تاو تریخوالي اندېښمن یو.٬٬ د اټلي خارجه وزیر انټونیو تاجاني ویلي ٫٫ مونږ غواړو د نور سخت پوځي تاو تریخوالي مخه ونیسو.٬٬ نوموړي د اټلي یوې مطبوعاتي ادارې ته ویلي ٫٫ جي ۷ غونډه به اسرایل ته یو پېغام لیږي، د وضیعت نور نه خرابیدو لپاره د صبر نه کار اخستلو ډاډ ډیر مهم دی.٬٬

جي-۷ هیوادونه د ایران لخوا په اسرایل د برید په سر ویډیو غونډه کوي

18:28 14.4.2024
please wait
Embed

No live streaming currently available

0:00 0:00 Live

ویډیو رپورټونه

Previous slide
Next slide
XS
SM
MD
LG