لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزیرستان تازه صورتحال

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دنهې په ورځ وئيلي دي چې دپاکستان پوځ به دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې تر دې مهاله ٤٤٧ ترهه گر اؤ ٢٦ پوځيان وژل شوي دي.

اسلام اباد کې ته دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه دحال احوال تيرولو په موقع ډي جي ائي ايس پي ار ميجر جنرال عاصم باجوه وويل چې " شمالي وزيرستان دترهه گرو مرکز جوړ شوى ؤ، چرته چې په گڼ شمير کې ترهه گريزې ډلې ميشته وې اؤدډير وخت څخه يې فعاليتونه کول"

هغه وويل چې ترهه گرو به په شمالي وزيرستان کې ځانمرگيان بهرتي کول اؤ دهغوي ذهنونه به يې بدلول.

12:34 15.9.2014

د پاکستان د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د گل په ورځ د شمالي وزيرستان په تبۍ علاقه کې پوځ د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د ترهگرو پينځه پټې ځالې او د بارودو ډک ۱۰ گاډي هم تباه کړي دي .

05:18 14.9.2014

د امنيتي سرچينو ترمخه نن د اتوار په ورځ وسله والو د شمالي وزيرستان په سپن وام علاقه کې راکټي راويشتي ، چې پکې يو د ملېشې په قلعه لگېدلی ، چې له امله يې د ملېشې درې عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي . او د انصارالمجاهدين په نوم وسله والې ډلې وياند ابوبصير د دغې بريد پړه په سر اخيستې . سپين وام د شمالي وزيرستان د ميرعلي سره په پوله پروت تحصيل دی ، او په دغې علاقه کې عمليات نه دي پېل کړی شوي .

11:33 10.9.2014

دشورو په ورځ دپاکستان پوځ وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شوؤ فضائي حملو کې ٣٥ جنگيالي وژل شوي دي.په ازادانه توگه ددغه پوځي دعوې پخلى سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله نۀ شي کيدى. دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې دترهه گرو درې ځالې فضائي بريدونو کې په نخښه کړل شوي دي.

11:32 10.9.2014

دشمالي وزيرستان ددغو عملياتو په نتيجه کې خواؤشا لسو لکو خلکو دسيمې نه کډې کړي اؤدخيبرپښتونخوا مختلفو سيمو ته منتقل شوي دي. پوځ په دغو عملياتو کې د٩٠٠ؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کوي ، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري ځکه په ازادانه توگه دشمالي وزيرستان په جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

نور کتل

XS
SM
MD
LG