لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان : د ډرون بريد او جنگي الوتکو په بمبارۍ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د ترسره شوؤ پوځي عملياتو د ازاد سرچينو څخه پخلی نه کيږي ، او سيمې ته د ميډيا رسد هم نشتی .
شمالي وزيرستان کې د ترسره شوؤ پوځي عملياتو د ازاد سرچينو څخه پخلی نه کيږي ، او سيمې ته د ميډيا رسد هم نشتی .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جنگي الوتکو د د لارې بمباري کړی ، او په جنوبي وزيرستان کې د بې پائلټه ډرون بريد شوی دی ، د جيټ په بمبارۍ کې ۱۵ او ډرون بريد کې ۲ دوه وسله وال وژل شوي دي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا نن د اتوار په ورځ جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، چې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې پوځ د جنگي الوتکو د لارې د وسله والو پټې ځالې په نخښه کړي دي .

د پوځ په وينا تازه عملياتو کې ۱۵ وسله وال جنگيالي وژل شوي چې بهر ملکي وسله وال هم شامل دي ، او د هغويي پينځه پټې ځالې تباه کړی شوي دي .

بل لورته د قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان د وانا سره نزدې د کريکوټ په علاقه کې هم نن د اتوار په ورځ د بې پائيلټه ډرون الوتکې په بريد کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

امنيتي سرچينې وايي ، د ډرون بريد کې يو گاډی په نخښه شوی ، او دوه عرب وسله وال پکې وژل شوي دي .

په تېره يوه اوونۍ کې دا دوهم ځل دی ، چې د پاکستان په قبائيلي سيمه کې ډرون بريد وشو ، د تېرې شورو په ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې د بې بائيلټه جاسوسې الوتکې په بريد کې لږ تر لږه ۱۰ مشکوک وسله وال وژل شوي وو .

پاکستان کې د ډرون حملې د روان کال د جون په مياشت کې د شپږو مياشتو د اوږدې مودې راهسې په داسې مهال بيا شروع شوي ، چې په شمالي وزيرستان کې پوځ د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي دي .

داگست په ٦مه نيټه هم دشمالي وزيرستان دته خيل علاقه کې دډرون په يوه حمله کې شپږ کسان وژل شوي اؤ دوه ژوبل شوي وو .

پاکستان په پخپله خاوره دډرون حملو غندنه کوي او وايي دغه حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دگټو پځايې تاوانونه راولاړوي ، خو امريکائي چارواکي باور لري چې ډرون حملې په دغه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جون د مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې پوځ د ضرب عضب به نوم عمليات پېل کړي ، چې پکې پوځ د ۱۰۰۰ څخه زياتو ځايي او بهر ملکي جنگيالو د وژنې او د وسله والو د يو شمېر پټو ځالو د تباه کولو ادعاوې کوي .

پوځ وايي په سيمه کې کامياب پوځي عمليات دوام لري ، او زياتوي د وسله والو څخه يي يو شمېر علاقې پاکې کړې هم دي . خو د ترسره شوؤ پوځي عملياتو د ازاد سرچينو څخه پخلی نه کيږي ، او سيمې ته د ميډيا رسد هم نشتی .

شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله نزدې لس لکه ځايي خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپختونخوا په بېلابيلو علاقو کې د کډوالۍ ژوند تېروي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG