لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو 9/11 د لکهوي ضمانت او په ټي وي گانو "ترهگر"


د پاکستان د ترهگرۍ د مخنيوي يو عدالت د غیر قانونه ډلې لشکر طیبه یو مشر او دهند ممبۍ خونړو حملو کې په ککړتیا تورن ذکي الرحمان لکهوي ته د ضمانت ورکولو امر کړې دی- په ذکي الرحمان لکهوي تور دی هغه د ممبۍ حملومنصوبه جوړه کړې وه- د هندۍ ورځپاڼې انډیا ټو ډی په یو رپورټ کې راغلي، هند ته حواله کړې شوي پاکستاني تر هگر ابو جندل د مهاراشټر یو عدالت ته دبیان په وخت لکهوي د ممبۍ حملو مشرمنلې ؤ- لکهوي دهند استخباراتي ادارې این اېي ای ته په انتهاېي لټونکي کسانوکې "موسټ وانټډ لسټ" کې تر ټولو بره دی -

د پاکستان عدالت د لکهوي ضمانت په داسې وخت کې کړې چې په پېښور کې طالبانو د سکول 132 تنکي ماشومان په بې رحمۍ سره وژلي دي ، قام یې په رسمي توگه د درې ورځو غم نمانځي او مور پلار یې په تود وير دي- د پېښور خونړو حملوته پښتانه پوهان د پاکستان 9/11 واېي- خو د پنجاب د لشکر طيبه مشر حافظ سعيد په گډون د اسلام اباد سور جماعت مولا عبالعزيز، دغیر قانونه ډلې مشر فضل الرحمان خليل، پخواني پوځي جرنیلان او د طالبانو هم خیالان یې په خپلو ټيلي وژني مرکو کې د غندلو نه انکارکوي-

لکهوي د ممبۍ حملو په وخت د غیرقانونه گرځول شوې ډلې لشکرطييبه مشري کوله- د دسمبرپه دریمه 2008م کې د نیویارک ټایمز په ګډون په یو شمیر اخبارونو کې د امریکا د دفاع محکمې د یوچارواکي په حواله رپورټونه راغلي وو چې د امریکې استخباراتي ادارو ته پته ده چې د ممبۍ د ترهګرۍ پیښو تیاري په پاکستان کې د پاکستان د پوځ پخوانو عسکرو او د استخباراتي اداری آېي ایس آېي په مرسته د لشکر طیبه ډلې کړې وه- د ډلې موجوده نوم جماعت الدعوه او مشریې حافظ سعيد دی- حافظ سعيد امریکې ته مطلوب د تر هگرو په پاڼه کې دی او په سر یې لس میلینه ډالره انعام دی- د جماعت الدعوه په دوه سوه ایکړه زمکه د پنجاب په مرید کې ښار کې یو غټ مرکزدی. حافظ سعيد دا وخت په پاکستان کې ازاد گرځي جلسو ته ویناگانې کوي او روانه میاشت دپنجاب په مرکزي ښارلاهور کې جلسې ته په اس ورغلې ؤ-

د لال مسجد مولا عبدالعزيز په 2007م کې په سر ښار اسلام اباد کې د خپل سره قانون جوړولو اعلان کړی ؤ اوحکومت سره ېی ډغره والې وه - ددغه جماعت یو مشرغازي عبدالرشید د پاکستان د پوځ په حمله کې وژل شوې ؤ او مولانا عبدالعزیز په برقعه کې د تښتیدو په و خت نيول شوې ؤ - وس د سور جماعت مشراود طالبانو د غازي بریگیډ رهبر گڼل کېږي-

د ترهگرۍ د چارو څارونکي پوهان د پاکستان پنجاب صوبه دهشتگردو دزېږولو او پېدا کولو مور گڼي، د پاکستان ډيلي ټائمز وتلې کالم ليکونکې ډاکټرتقي په خپل یو کالم کې ليکي القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږوي ، ډاکټر واېي د نوې القاعده مازغه په پنډۍ زړه په مريدکی او لاس پښې په نور پاکستان کې خواره دي-

په پنجاب کې په نورو وسله واله تنظيمونوکې یوجېش محمد دی. د جیش محمد مشر مولانا مسعود اظهر د هند د ولقې لاندی کشمر کې نیول شوی ؤ. او چې کله د هند په جیل کې ؤ نو په 1998 کې د هند یوه الوتکه وتښتول شوه. او د افغانستان په قندهار کې کوزه شوه نو د هغی د سورلو په بدل کې مسعود اظهر هندي چارواکو خوشی کړو- یو بل خطرناک تنظيم لشکر جهنګوي مرکز هم پنجاب دی- د لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق دی او د پنجاب یو عدالت ورته ضمانت ورکړی دی. سپاه صحابه ېوه بله غېر قانونه گرزول شوی وسله واله ډله ده چې دا وخت د اهل سنت والجماعت په نوم په پنجاب جهنگ کې ستر مرکز لري حرکت الجهادالاسلامي د پنجاب ېوه بله تندروه ډله وه چې الیاس کشمیري یا مولانا محمد الیاس کشمیري جوړه کړې وه – الېاس په افغانستان کې د روس خلاف په د افغان جهاد ملگرې وو- وروستو الیاس کشمیري د نړیوالی ترهګری ډلې القاعده ملگرې شو- الیاس کشمیري د امریکا ډرون په ېو برید کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې وژل شوې دی- څیړونکي واېي دغه دهشت ګرد ګرزول شوي تنظیمونه د نړیواله خطرناک د هشت گرد تنظيم القاعده یو بدل شوې شکل دی – د پاکستان پخواني داخله وزير رحمان ملک تیره ورځ زما سره په یو مرکه کې ویلي وو د پنجاب صوبی په جنوبي ضلعو کې د داعش زېلې موندل شوي کوم چې د پنجابي طالبانو مرکز دی.ښاغلي ملک د خپلې خبری په دلېل کې وېلي وو په پاکستان کې د ډلې یو مشر محمد المهاجر یوه ویډیو د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښاریه کې جوړه شویده

د پاکستان پوځ دا وخت په قبایلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله واله په ضد ضرب عضب په نوم عملیات کوي خو د گاونډي هند دمشرانو په گډون ډیر نړيواله مشران د تر هگرۍ خلاف جگړه کې د پاکستان په کردار شکونه کوي-

روان کال د ورځپاڼې نېو یارک ټائمز خبریالې کارلوټا گال په خپل کتاب (رانگ اېنيمي) کې ليکلي وو د پاکستان د طاقتوره استخباراتي ادارې اېي اېس اېي د هاغې وخت مشر جنرال پاشا ته پته وه چې اسامه بن لادن پاکستان کې پټ دی- کارلوټا په رپورټ کې د چا نوم خو نه دی لیکل شوې خو ورکړې شوې حوالې، نېټې،کردارونه، پېښې او تپوسونه ېې ټول په پاکستان کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د موجودگۍ سره سمون خوري-

د امریکې د نیوي ایډمیرل ماېئک مولن د امریکې کانګرس ته په خپل یو بیان کې وېلي وو د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو سره تړلې وسله والو ډلو سره مرسته کوي. چې له وجه ېي د ترهګرۍ پر ضد جگړه کې مشکلات دي. اخبار واېي مولن دا هم وېلي ؤ پاکستانیانو خپل حقانیان په افغانستان کې دننه په ناټو ځواکونو په حملو کې د استعمال لپاره ساتلي دي. د امریکې د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډیوډ پیټریاس او د کانګرس ځني غړي هم په پاکستان دغه شان تورونه لګوي. خو پاکستان واېې دغه تورونه غلط دي-

د پاکستان په واشنگټن کې پخواني سفير حسین حقاني ماته په یوه مرکه کې ویلي وو د پاکستان حکمرانان گڼي که چرې اولس يې امريکه د دشمن په شکل کې پېژنې ، نو دويې امريکې ته ويلې شي چې اولس يې خلاف دې خو حکمرانان يې ملگري دي – د پاکستان دغه تگ لارې ته څېړونکي دوه مخيزې چال واېي-
ځيني څيړونکي فکر کوي که چري پاکستان د تر هگرۍ په ضد جگړه کې وس هم سکوټه تگلاره نه خپلوي نوامکان دی چې نړيواله ورورولی د پاکستان نه په قباېلي سېمه شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې په ضد د عملېاتو د مطالبې نه وروستو په مریدکې او جهنگ کې هم د شرخوښو په ضد د عملېاتو مطالبه وکړي

د پنجاب جهادیان یا طالبان په پښتنو طالبانو کې خپل ملګرې لري ـ په پښتنو طالبانو کې د بهر هیوادونو،عربو، چیچن ، ازبک ، د منځنۍ ایشیا د هیوادونو او د اما وکما ترهه ګر راجمع شوي دي- طالبان په کیڼ اړخو سیاسي مشرانو بې گناه پاکستانیانو، د سکول په ماشومانو حملې کوي او سکولونو او کورونه ورله ورانوي-

د پاکستان یو عدالت که ېو پلو ته د پاکستان د پښتنو د 9/11 په موقع نړۍ ته مطلوب خطرناک ترهگر زکي الرحمان لکهوي ته ضمانت ورکوي نو بلې لوري ته د پاکستان د ځواکونو مشر جنرال راحيل شريف د گاونډي افغانستان صدر اشرف غني نه په کابل کې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې پټ د پاکستان دښمنان دی دوېي ته حواله کړي – څه عجيبه منطق دی- څه عجيبه وطن دی؟



  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG