لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن : دډرون بريد کې ژوبل شوى د القاعده دوهم مشر مړ شوى


يو امريکائي امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگنديدو په شرط يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې ميزائيلونه دډرون څخه داغل شوي وؤ
يو امريکائي امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگنديدو په شرط يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې ميزائيلونه دډرون څخه داغل شوي وؤ
ديمن خبري ادارې اؤ يو امنيتي چارواکي وئيلي دي چې تيرکال په جنوبي يمن کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يو ميزائيلي بريد کې ژوبل شوي په يمن کې دالقاعده دوهم مشر سعيدالشهري ساه ورکړې ده.
سعيدالشهري دسعودي قوميت لرونکى ؤ، هغه په افغانستان کې جنگيدلى او دگوانتاناموبى په امريکائي زندان کې يې شپږ کلونه تير کړي وؤ.
دسبا خبري اژانس ترمخه دالقاعده دغه مشر تيرکال په 28م اکتوبر جنوبي يمن کې دډرون په يو ميزائيلي بريد کې ژوبل شوى ؤ.
خبري اداره زياتوي چې په دغه بريد کې دپه نخښه کيدو وروستو هغه په کوما کې ؤ، خو دا نۀ ده په ډاگه چې هغه په اصل کې کله مړشوى.
يو امريکائي امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگنديدو په شرط يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې ميزائيلونه دډرون څخه داغل شوي وؤ
يمن له دې وړاندې اعلان کړى ؤ چې الشهري دستمبر په 10مه نيټه په Hadramawt نومې صوبه کې دډرون يو بريد کې وژل شوى ؤ، خو وروستو دډي اين اى ديوې معائنې څخه ثابته شوه چې په دغه نيټه کوم مړى ترلاسه شوى ؤ، هغه دالشهري نۀ ؤ.
داکتوبر په 22مه نيټه دتندلارو په ويب سائټونو خپره شوې يوه اډيو کې دالقاعده دغه مشر دځان دوژنې راپورونه رد کړي وؤ. دالشهري وژنه القاعده ته اوښتې يوه ستره ضربه گڼل کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG