لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۳۰م اګست په زور بې درکه کړی شوي کسانونړیواله ورځ نمانځل کیږي


د سورصلیب نړیواله اداره یا اېي- سي- ار-سي هر کال د اګست مېاشتې ۳۰مه نېټه په زور بې درکه کړی شوو کسانو نړیوالې ورځ په توګه نمانځي. دا ورځ د پاکستان لپاره ځانگړی اهمیت په دی لري چې پدغه هیواد کې هم د لږکیو ډلی، بلوڅ، پښتانه، سندهيان او اردو ژبه وویونکي خلک د خپلو زرګونو بې درکه کسانو تور د پاکستان په پوځ او د هېواد په استخباراتي اداره (اېې-ایس-اېې) لګوي.

په زور د بې درکه کړی شوي بلوڅانو چېمپین ٧٢ کلن ماما قدير د کوټه ښار نه تر کراچۍ ، بیا لاهور او روستو اسلام اباد پوری پیادهد سفر روستو ملگري ملتونو، یورپي اتحاد او نورو نړیوالو ته خپل فریاد کړی. ماما قدیر ډيوه راډیو ته وايي د پاکستان سرکار ورباندی د بهر تللو پابندي لگولی او پاسپورټ ورته هم نه نوی کوي.

د ماما قدیر بلوڅ خپل ځوی هم بی درکه شوی وو او په کال ٢٠٠٩م کښی يی بیا د خپل ځوی مړ اوموندو. داسی نور ډير خلک وایي که دوي عدالت ته خپل فریاد یوسي نو بیاورته د خپلو بې درکه کسانو په ګولو غلبیل شوي مړي په لارو کوڅو کښی ترلاسه کېږي. د ډیوه راډیو سره خپلو خبرو کښی ماما قدیر زیاتوي د بی درکه کسانو کورنۍ که تپوس کوي نو په دوی د علاج او تعلیم لاری هم تړلی کېږي.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

پاکستان کښی د بشري حقونو د کمیشن یو غړی سردار احمد خان یوسفزئي ډیوه ریډیو ته واېي وړاندی به ریاستي ادارو دعوه کوله دوی سره بله لار نشته، خو د ۲۱م اېيني بدلون روستو دوي ته ډیر اختیارات ورکړل شوي نو پکار ده د خپلی خوښی عدالت ته دوي وړاندې کړي او دا په ډاګه کړي دغه بې درکه کسان کوم ځاېې کښی پراته دي. هاغلی یوسفزی واېي پاکستان کښی هم بی درکه خلک په دریو ډلوکښی تقسېم شویدي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د سورصلیب نړیواله اداره واېي په کال ١٩٨١م کېپه لاطیني امريکاېي هېواد کوسټا ریکا کښی د یوی غیر دولتي اداری لخوا په ړومبي ځل د بی درکه کسانو (مسنګ پرسنز) نړیواله ورځ نمانځل شوې وه.او ددغه ورځې مقصد د هغه قیدیانو پحقله د نړۍ پام راګرځول وو څوک چې په ډیرو بدو حالاتو کښی ساتل شوي وو او د دوي د کورنۍ غړي اډو ددغود حالاتو هیڅ خبر هم نه وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG