لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي چارواکې د نیول شوي جنوبي افریقائي په اړه مذاکراتو نه نه وو خبر


د خالي یا شنبې په ورځ د امریکي خصوصي ځواکونو لوک سومرز د راخلاصولو دپاره کاروائي وکړه خو خبریال هلته موجود نه وو او دا رنگ کاروائي د ناکامۍ سره مخ شوه. امریکائي چارواکې وايي دواړه کسان، سومرز او کورکي، وسله والو د امریکائي ځواکونو د کاروائی په مهال ووژل
د خالي یا شنبې په ورځ د امریکي خصوصي ځواکونو لوک سومرز د راخلاصولو دپاره کاروائي وکړه خو خبریال هلته موجود نه وو او دا رنگ کاروائي د ناکامۍ سره مخ شوه. امریکائي چارواکې وايي دواړه کسان، سومرز او کورکي، وسله والو د امریکائي ځواکونو د کاروائی په مهال ووژل

جنوبي افریقا کې د امریکې سفیر ویلي واشنگټن ته دا علم نه وو چې یمن کې د القاعده وسله والو په ولکه کې د جنوبي افریقائي شهري د ازادولو دپاره مذاکرات شورو کړی شوي وو.

امریکائي سفیر پیټرک گیسپرډ وویل واشنگټن ددې نه هم نه وو خبر چې د جنوبي افریقې شهري، پیئر کورکي چې په پیشه استاز وو، هم په هغه ځائې کې نیول شوی وو چرته چې امریکائي صحافي لوک سومزر موجود وو.

د خالي یا شنبې په ورځ د امریکي خصوصي ځواکونو لوک سومرز د راخلاصولو دپاره کاروائي وکړه خو خبریال هلته موجود نه وو او دا رنگ کاروائي د ناکامۍ سره مخ شوه.

امریکائي چارواکې وايي دواړه کسان، سومرز او کورکي، وسله والو د امریکائي ځواکونو د کاروائی په مهال ووژل.

امریکائي سفیر پیټرک گیسپرډ وویل صدر براک اوباما یمن کې د کاروائي اجازت ځکه ورکړی وو چې د القاعده سره تړلې وسله والو په ډاگه کړې وه چې لوک سومرز به وژني.

د جنوبي افریقې گیفټ اف دې گورز نومي امدادي ادارې چې پیئر کورکې ورسره کار کولو، وویل کورکې د ازادولو په لړ کې وسله والو سره يي معاهده کړې وه او د هغه کور والو ته يي د امریکائي کاروائي نه څو ورځې وړاندې ویلي وو هغه به زر کور ته ستنیږي.

د کورکي مړی به د گل یا دوشنبې په ورځ جنوبي افریقې ته وړلی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG