لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ٢٠٠١ حملو کې تباه شوی ورلډ ټریډ سینټر بیا پرانستلو شو


د ورلډ ټریډ سینټر نوي وداني د نومبر د میاشت په دریمه نیټه پرانستل شوه
د ورلډ ټریډ سینټر نوي وداني د نومبر د میاشت په دریمه نیټه پرانستل شوه

د ورلډ ټریډ سینټر وداني په نیویارک کې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر په حملو کې د تباهۍ ورسته بیا پرانستل شوي ده.

د درې اشاریه نهه ارب ډالرو لگښت جوړه کړی شوي د ورلډ ټریډ سینټر وداني ٥۴١ میټره لوړه ده او په امریکا کې تر ټولو دنگ بلډنگ دی.

نوي وداني د هغه ځائې په مرکز کې دی چرته چې د پخواني ورلډ ټریډ سینټر دواړه بلډنگونه ولاړ وو.

د ودانۍ په موجوده کرایه دارانو کې کونډ نیسټ نومې ناشر، د حکومت جنرل سروسز ایډمنسټریشن او چائنا سینټر شامل دي. یوه اشتهاراتي کمپني، د سرمایه کارۍ اداره او د تفریح اداره په ورسته هلته خپلې دفترې پرانځي.

د ورلډ ټریډ سینټر دواړه ودانۍ د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې په حملو کې د القاعده حمله کونکو په جهازونو تباه کړې. حملو کې د ٢٧٠٠ نه زیات خلک ووژل شو.

د القاعده مشر اوسامه بن لادن د کال ٢٠٠١ د حملو ذمه واري په غاړه اخېستې وه او حمله کونکو ته يي پیرزونې وړاندې کړې وي.

که څه هم پاکستاني حکومتي او پوځي چارواکو د پاکستان په خاوره د بن لادن د موجودگۍ دعوې ردوې خو امریکې ته مطلوب د القاعده مشر بالاخر د پاکستان په پوځي ښار ایبټ آباد کې کال ٢٠١١ د امریکې خصوصي ځواکونو ووژلو. د بن لادن د وژل کیدو ورسته د هغه نائب ایمن الظواهري د شبکې مشر ټاکلی شوی دی.

د ورلډ ټریډ سینټر د پرانستل کیدو په هلکه د وائس اف امریکا یوه وډیو دلته کتلی شۍ:

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG