لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په مشرۍ کې یوکرین کې نړي وال پوځي مشقونه


صدر براک اوباما به دا هفته واشنگټن کې د یوکرین صدر میلمستیا کوي
صدر براک اوباما به دا هفته واشنگټن کې د یوکرین صدر میلمستیا کوي

د نړۍ ١٥ هیوادونه د امریکې په مشرۍ کې د یوکرین په غربي برخه کې پوځي مشقونه د گل په ورځ په داسې حال کې شورو کوي چې د هیواد په ختیز کې د حکومتي ځواکونو او روس پلوه باغیانو ترمنځ جگړه روانه ده او صدر براک اوباما به دا هفته واشنگټن کې د یوکرین صدر میلمستیا کوي.

د امریکې د دفاع وزارت ترمخه د ١٢ ورځو پوځي مشقونو کې به د مختلفو هیوادونو ١٣٠٠ عسکر برخه اخلي چې پکې ٣٠٠ امریکائي پوځیان هم شامل دي. د وړمبی وار دی چې امریکا یوکرین کې د کړکیچ شورو کیدو ورسته عسکر پرځائې کړې دي.

د یوکرین په ختیز کې د حکومتي ځواکونو او روس پلوه باغیانو ترمنځ جنگ هم روان دی. د اتوار په ورځ د ډونیسک ښار هوائي اډې سره نزدې سختې نښتې شوي وې.

واشنگټن کې دا هفته د صدر براک اوباما او د یوکرین صدر پیټرو پوروشینکو د غونډې په هکله وائټ هاوس، سپېنې ماڼۍ، ویلي دواړه مشران به د زیارت په ورځ لیده کاته کوي او یوکرین کې د کړکیچ د سفارتي حل په هلکه به خبرې اترې کوي. وائټ هاوس وايي د صدر اوباما د صدر پیټروشینکو سره خبرې اترې یوکرین کې ثبات او جمهوریت سره د امریکې تړون په ډاگه کوي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري به د یوکرین په هکله نړي والو مشرانو سره د گل په ورځ د عراق په موضوع د فرانس سرښار پیرس کې کیدونکې غونډه کې هم خبرې اترې کوي.

د امریکې سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ویلي جان کیري به د مختلفو ملکونو خارجه وزیرانو سره د یوکرین په حالاتو د خیالاتو تبادله کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG