لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سې ايي ای رپورټ امریکا خلاف تشدد راپارولی شي، د چارواکو خبرداری


ویل کیږي سي ايي ای دغه طریقې د هیواد نه بهر په خفیه زندانونو کې قید د وسله والو خلاف استعمال کړې دي
ویل کیږي سي ايي ای دغه طریقې د هیواد نه بهر په خفیه زندانونو کې قید د وسله والو خلاف استعمال کړې دي

ترهگرۍ خلاف جنگ کې د امریکې د استخباراتو ادارې سې ايي ای د تفتیش طریقه کار په هکله شائع کیدونکی رپورټ نړۍ کې د امرېکې خلاف تشدد راپارولی شي.

دغه خبرداری امریکائي چارواکو د نهې یا سه شنبې په ورځ شائع کیدونکې رپورټ په هکله کړی دی. د کال ٢٠٠١ ورسته به دا وړمبی ځل وي چې یو داسې دستاویز به په ډاگه شي چې القاعده سره په مشکوکه توگه تعلق لرونکې کسانو باندې د سي ايي ای لخوا بیانیدونکی تشدد به څرگندوي.

د ۴٨٠ پاڼو په دغه رپورټ کې د تشدد د انتهائي سختو طریقو ذکر شوی دی چې پکې قیدي خوب ته نه پریښودل کیږي او د واټر بورډنگ سره مخ کولی شي. واټر بورډنگ کې قیدي ته د اوبو کې د ډوبیدو احساس ورکړی کیږي.

ویل کیږي سي ايي ای دغه طریقې د هیواد نه بهر په خفیه زندانونو کې قید د وسله والو خلاف استعمال کړې دي.

د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکې د کانگرس غړي مائک راجرز او د سي ايي ای پخواني مشر مائیکل هیډن خبرداری د تیرې هفتې په اخیره کې خبرداری کړی چې د سي ايي ای په اړه رپورټ تندلارو د لاسه د امریکایانو او امریکائي ودانو خلاف حملې راپارولی شي.

د جمعې په ورځ د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي د رپورټ د شائع کیدو د وخت په هکله يي پوښتنې راپورته کړې دي. د سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ترجمانې ویلي د دنیا په مختلفو برخو کې گڼ شمیر امریکایانو نیول شوې او د وسله والو په ولکه کې پراته دي.

هغه چارواکو چې شائع کیدونکی رپورټ يي لیدلی الزام لگوي چې سي ايي ای وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ او د کانگرس غړو ته د تفیش د خپلو طریقو د گټه ورتیا په هکله د غلط بیانۍ نه کار اخیستلی دی.

هیډن ددې خبرې تردید کوي چې سي ايي ای دورغ ویلي دي. هغه زیاته کړه د رپورټ شائع کیدل به ائنده کې د هغه ملکونو لخوا امریکې سره امداد گران کړي چا چې په موجوده وخت کې د واشنگټن سره مرسته کړې ده.

خو ډائیان فائنسټائن چې د سنیټ د استخباراتې چارو د کمیټۍ مشره ده وايي رپورټ دې شائع کړی شي چې ائنده کې د تفتیش د طریقو د غلط استعمال مخه ونیولی شي.

د انساني حقوقو نړي والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل ویلي د امریکې حکومت دا ذمه واري لري چې د انساني حقوقو د خلاف ورزو او د تشدد خلاف د نړي والو قوانینو د سرغړونو په هکله معلومات عام کړي.

صدر براک اوباما په تیر وختونو کې دا خبره تسلیم کړې چې امریکې په ځېنې خلکو تشدد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG