لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري: امریکا به اخېر اخربشارالسد سره خبرې کوي


شام کې خانه جنگي د کال ٢٠١١ د مارچ په میاشت کې حکومت خلاف د اولسي پاسون په نتیجه کې شورو شوه. حکومت پاسو ته سخت ځواب ورکړو. د صدر بشارالسد کورنۍ د تیرو ۴٠ کلونو نه زیات وخت راهسې په شام حکومت کوي. حکومت خلاف د تحریک له امله د هیواد ځېنې ښارونه د تقسیم ښکار شول چې پکې د حلب ښار هم شامل دی. د ښار یوه برخه د حکومت او بله د باغیانو د ولکې د لاندې ده
شام کې خانه جنگي د کال ٢٠١١ د مارچ په میاشت کې حکومت خلاف د اولسي پاسون په نتیجه کې شورو شوه. حکومت پاسو ته سخت ځواب ورکړو. د صدر بشارالسد کورنۍ د تیرو ۴٠ کلونو نه زیات وخت راهسې په شام حکومت کوي. حکومت خلاف د تحریک له امله د هیواد ځېنې ښارونه د تقسیم ښکار شول چې پکې د حلب ښار هم شامل دی. د ښار یوه برخه د حکومت او بله د باغیانو د ولکې د لاندې ده

په داسې حال کې د شام د خانه جنگۍ پنځه کاله پوره کیدونکې دي، د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي امریکا به باالاخېر صدر بشارالسد سره خبرو اترو ته کښېني چې د رانگ د هیواد د کړکیچ سیاسي حل راویتسلی شي او د جنگ خاتمه وشي.

"په اخېره کې به مونږ ته مذاکرات کول وي،" کیري د اتوار یا شنبې په ورځ سي بي ایس فیس دې نیشن پروگرام کې په ښکاره توگه د سفارتکارۍ د حوصله افزائي دپاره وویل. "مونږ ته به (اسد) دپاره دا واضحه کول وي چې هر څوک سیاسي حل غواړي او ځما یقین دی چې زمونږ د اتحادیانو او د نورو په کوښښونو به په اسد فشار زیات شي."

د شام صدر بشارالسد هیواد کې د روان جنگ په سبب د کوردننه او په نړي واله کچه د سختې څارنې سره مخ دی چې پکې د انساني حقوقو خلاف ورزۍ هم شاملې دي.

د شام په شمال او ختیز کې د حکومتي ځواکونو او د داعیش په شمول د وسله والو ترمنځ د تیرو څلورو کلونو جنگ په نتیجه کې د ٢٠٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي، په لکونو نور بې کوره شوي او د هیواد د بنیادي اسانتیاو اډاڼه تباه شوي.

سې بي ایس سره مرکه کې جان کیري دا په واضحه نه کړه چې بشارالسد سره ممکنه معاهده کې به کوم شرائط موجود وي.

تیر کال شام کې جنگ بندۍ دپاره د امریکې په ملاتړ د ملگرو ملتونو د سولي کوښښ د ناکامۍ سره مخ شو.

شام کې خانه جنگي د کال ٢٠١١ د مارچ په میاشت کې حکومت خلاف د اولسي پاسون په نتیجه کې شورو شوه. حکومت پاسو ته سخت ځواب ورکړو. د صدر بشارالسد کورنۍ د تیرو ۴٠ کلونو نه زیات وخت راهسې په شام حکومت کوي. حکومت خلاف د تحریک له امله د هیواد ځېنې ښارونه د تقسیم ښکار شول چې پکې د حلب ښار هم شامل دی. د ښار یوه برخه د حکومت او بله د باغیانو د ولکې د لاندې ده.

امریکا او شام داعش خلاف په خپل خپل ډگر جنگیږي او د شام په شمال او ختیزو سېمو کې د امریکا په مشرۍ کې نړي وال ائتلافي ځواکونو هوائي بمباري هم کړې ده.

یورپي مطبوعاتو سره مرکه بشارالسد ویلي هوائي بمبارۍ گټې نه دي ترلاسه کړې او پکار ده چې داعش خلاف په مزکه عسکر استعمال کړی شي.

جان کیري د هوائي بمبارۍ دفاع کړې او وېلې يي دي داعش خلاف هوائي بمبارۍ ښه ډیر اثر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG