لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن کې د انساني همدردۍ په بنیاد د جنگ بندۍ غوښتنه

ویل کیږي الانسي د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د فرانس په شارلي ایبډو مجلي د القاعده لخوا د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. مجلي داسې خاکې شائع کړې وي چې گڼلی کیدی د اسلام سپکاوی کوي. په شارلي ایبډو حمله کې ١٢ کسان وژل شوي وو چې پکې هغه صحافیان هم شامل وو چا چې لانجمنې خاکې جوړې کړې وې

د امریکې او سعودي عرب چارواکو د انساني خواښوږۍ په بنیاد یمن کې د جنگ بندۍ غږ کړی دی چرته چې د شیعه هوثي باغیانو د جگړې د لاسه په زرگونو خلک په خپلو کورنو پریښود مجبور شوي دي.

په عین حال کې یمن کې د القاعده څانگې ویلي د ناصر علي الانسي په نوم یو مشر يی تیره میاشت د امریکې په هوائي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

یمن کې د جنگ بندۍ غږ د سعودي عرب په سفر امریکې خارجه وزیر جان کیري او د هغه سعودي هم منصب عبدل الجبیل سره مشترکه خبري کانفرنس کې دواړو وزیرانو وکړو او وې ویل کوښښونه روان دي چې یمن کې د پنځه ورځو دپاره ډز بندي پرځائې کړی شي چې دا رنگ کړکیچ ځپلې هیواد ته امداي سامان ولیږلی شي.

دواړو خارجه وزیرانو وویل په مزکه د حالاتو سره سم په جنگ بندۍ کې توسیع هم کیدی شي.

جان کیري وویل په هوثي باغیانو او ددوي په ملاتړو ډیر په کلکه غږ کوي چې دا موقع دې د لاسه ور نه کړي، د یمن خلکو د ضرورتونو خیال دې وساتي او د وړاندې تگ دپاره دې پرامنه لارې چارې ولټوي.

سعودي خارجه وزیر عبدل الجبیل وویل د ډزبندۍ په اړه هوثي باغیانو سره لا رابطه نه ده شوي چې جنگ بندۍ ته راضي هم دي او که نا؟ ایران د هوثي باغیانو ملاتړ کوي.

یمن کې د القاعده د څانگې د یو اهم مشر د وژل کیدو په هکله د امریکې ددفاع وزیر ایشټن کارټر د څه ویلو نه ډډه وکړه.

خو د سائټ یا ایس ائي ټي ايي په نوم اداره، چې په انټرنیټ د وسله والو ویب پاڼو ته کتنه کوي، د زیارت یا پنج شنبې په ورځ ویلي، د القاعده څانگې غړی ناصر علي الانسي، د هغه مشر زوی او گڼ شمیر نور وسله والو په ملاقه ښار بمبارۍ کې وژل شوي دي چې القاعده يي خپله هم تصدیق کړی دی.

ویل کیږي الانسي د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د فرانس په شارلي ایبډو مجلي د القاعده لخوا د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. مجلي داسې خاکې شائع کړې وي چې گڼلی کیدی د اسلام سپکاوی کوي. په شارلي ایبډو حمله کې ١٢ کسان وژل شوي وو چې پکې هغه صحافیان هم شامل وو چا چې لانجمنې خاکې جوړې کړې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG