Sunday, November 23, 2014 Local time: 21:49

خبرونه

صدر اوباما وائي افغانستان څخه به 34,000 امريکائي پوځيان هيواد ته ستنيږي

دامريکا صدر براک اوباما دخپل صدارت ددوهمې مودې  په لمړۍ سټيټ اف دي  يونين وينا کې  دنهې په ورځ افغانستان څخه په راتلونکي کال کې  د34,000ؤ زرو  امريکائي پوځيانو دويستو اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې  دکال 2014م تر اخرې به  افغانستان کې امريکائي جگړه پايې ته ورسيږي.
اوباما وويل  مونږ په باور سره وئيلى شو چې امريکا به په افغانستان کې خپل مشن مکملوي  اؤ القاعده ته به دماتې ورکولو په اړه زمونږ مقصد ترلاسه کولى شي.
پخپل سټيټ اف دي يونين وينا کې صدر وويل  دکال 2014م وروستو  هم  امريکا ديو خپلواکه  افغانستان لپاره ژمنه ده اؤ په يو داسې تړون افغانستان سره خبرې کيږي چې پکې  دوؤ خبرو ته پام گرځول کيږي، لمړى دافغان پوځ تربيت اؤ هغوي ته دوسلې په ورکولو اؤ دوهم  دترهه گرۍ دمخنيوي هڅې دوامداره ساتل چې  مقصد يې  القاعده اؤ دهغې ائتلافيان ختمول دي.
دهغه وينا وه نن شپه  زۀ دا اعلان کولى شم چې  په راتلونکي کال کې به افغانستان څخه نور 34 زره امريکائي پوځيان هيواد ته راستانۀ شي، دپوځيانو دراستنيدو دغه عمل به روان وي اؤ دراتلونکي کال تر اخره به افغانستان کې زمونږ جنگ ختم شي
  صدر اوباما وويل مونږ داخبره دپوره باور سره کولى شو چې امريکا به افغانستان کې خپل مشن مکملوي  اؤ مونږ به القاعده ته دماتې ورکولو خپل بنيادي مقصد ترلاسه کوؤ.
 دصدر اوباما مرکزي نکته امريکائي معيشت اؤ دمينځنۍ طبقې لپاره  نوي ملازمتونه پيدا کول وؤ.
هغه وويل چې دنورو لسو لکو ملازمتونو موقعې به پيدا کولى شي.
 هغه په کانگريس کې په موجودو دواړو گوندونو ټينگار وکړو چې  دمينځنۍ طبقې مدد اؤ روزگار لپاره  دموقعو پيدا کولو اؤ بجټ خسارې کمولو لپاره دې دهغوي دتجويزونو ملاتړ وکړي.
هغه وويل  نن داسې تجويز نۀ ورکوي چې له امله به يې  دبجټ خساره کې لږه شان اضافه هم وشي، مونږ ته دستر حکومت نۀ بلکې دپوهه حکومت ضرورت دى ، کوم چې پريمانه ترقي پخپلو ترجيحاتو کې شامله کړي.
 پخپله دغه وينا کې صدر اوباما شدمالي کوريا په اړه وويل  کومه راپارونکى عمل چې ليدل شوى ددې له امله به هغه( شمالي کوريا) نوره هم يواځې شي  اؤ  مونږ دخپلو ائتلافيانو سره په شريکه خپل دميزائيل دفاعي نظام مضبوطوؤ.

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو په ټیلې ویژنi
X
22.11.2014 17:00
پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی