Friday, August 22, 2014 Local time: 03:51

خبرونه

رچرډ اولسن : دترهه گرۍ په ضد به دپاکستان اؤ امريکا هڅې دوامداره وي

امريکائي سفير رچرډ اولسن  د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره وینيامريکائي سفير رچرډ اولسن د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره ویني
x
امريکائي سفير رچرډ اولسن  د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره ویني
امريکائي سفير رچرډ اولسن د پاکستان خارجه وزېرې هیلري کلنټن سره ویني
پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن  دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دنوي ټاکل شوي  گورنر شوکت الله خان  اؤ د دوزيراعلي اميرحيدر خان هوتي سره ليدنه کړې ده.
دامريکائي سفارتخانې لخوادجاري شوي يو بيان ترمخه سفير اولسن  ددغو ليدنو په مهال دپاک امريکا ددوه اړخيزه  اړيکو په ارزښت اؤ دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو لپاره  په بيلا بيلو امريکائي پرمختيائي پروژو رڼا واچوله.
رچرډ اولسن  دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد دپاک امريکا همکارۍ ستائينه هم وکړه.
 امريکائي سفير رچرډ اولسن  دخيبرپښتونخوا گورنر شوکت الله خان اؤ وزيراعلي اميرحيدر خان هوتي ته وويل چې دپاکستان لپاره  زمونږ مرسته  ددې هيواد لپاره په راتلونکي کې  زمونږ داوږدمهاله سرمايه کارۍ يوه حقيقي نخښه ده.
 بيان کې وئيل شويدي چې امريکا په موجوده وخت کې  دپيښور اؤ تورخم دلويې لارې  دجوړولو لپاره پيسې ورکوي  اؤ دا چې امريکا په قبائيلي سيمو اؤ خيبرپښتونخوا کې 650 کلو ميټره سړکونه جوړ کړي دي اؤ ددې ترڅنگ يې  دانفراسټرکچر، اقتصاد اؤ تعليم په څانگه کې دښه والي راوستو لپاره  سيمه ييزې پروژې هم  جوړې کړي
دغونډې په مهال ترهه گرۍ ته په اشارې کولو سره  سفير رچرډ اولسن وويل چې پاکستاني اولس اؤ په ځانگړې توگه چې  ځوانانو عسکرو  کومې قربانۍ ورکړي  امريکا هغه قبلوي.
دهغه وينا وه چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ او تندلاريتوب دمقابلې لپاره  گډې هڅې دوامداره ساتي اؤ ددواړو هيوادونو اولسونه به  دتندلاريتوب څخه ژغوري.

ژوندۍ ویډیو


                         
Your JavaScript is turned off or you have an old version of Adobe's Flash Player. Get the latest Flash player.
ډیوه ریډیو په ټیلې ویژنi
X
21.08.2014 17:00
پاکستان د شپې ١٠ بجې او د افغانستان د شپې ٩ نیمې بجو نه تر یوساعت پورې په سیټلائیټ ټیلې ویژن او د ډیوه ریډیو په ویب پاڼه هم کتلی شۍ. په سیټلائیټ به دا خپرونه په ایشیا سیټ ترې چینل ۴٦ باندې لیدل کیږي.د ډیوه ریډیو د ویب پاڼې درک دا دی