لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرل راحیل پینټگان کې ایش کارټر سره سیمې د امن په اړه خبرې اترې


پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار مشر لیفټیننټ جنرل عاصم سلیم باجوه د جنرل راحیل او سیکریټري ایش کارټر د لیده کاته په اړه معلومات په ټویټر خواره کړل. دغه ملاقات په پینټگان یا د امریکې د دفاع وزارت کې وشو
پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار مشر لیفټیننټ جنرل عاصم سلیم باجوه د جنرل راحیل او سیکریټري ایش کارټر د لیده کاته په اړه معلومات په ټویټر خواره کړل. دغه ملاقات په پینټگان یا د امریکې د دفاع وزارت کې وشو

پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف امریکې د دورې په مهال د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکې ډیفنس سیکریټري یا د دفاع وزیر ایش کارټر سره په دوه اړخیزه تعلقاتو او افغانستان پاکستان په سیمه کې د امینت په موضوع خبرې اترې وکړې.

پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار مشر لیفټیننټ جنرل عاصم سلیم باجوه د جنرل راحیل او سیکریټري ایش کارټر د لیده کاته په اړه معلومات په ټویټر خواره کړل. دغه ملاقات په پینټگان یا د امریکې د دفاع وزارت کې وشو.

جنرل عاصم وویل د پاکستان پوځ مشر او د امریکې د دفاع وزیر د امریکې او پاکستان په تعلقاتو او د افغانستان پاکستان په سیمه کې د امنیت په صورتحال خبرې اترې وکړي.

ایش کارټر د امریکې او پاکستان د تعلقاتو په سټریټیجک اهمیت د خیالاتو څرگندونه وکړه. هغه وویل امریکا پاکستان سره د خپلو تعلقاتو قدر کوي او واشنگټن اسلام آباد سره همکاري د نورو ملکونو په تناظر کې نه کوي.

ایش کارټر ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان د قربانو ستائنه وکړه او دا خبره يي تسلیم کړه چې ترهگرۍ خلاف د پاکستان کاروایانو گټې ترلاسه کړې دي چې په نتیجه کې يي سیمه کې امن دپاره لارې پرانستل شوي دي.

هغه وویل امریکا به ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کوي. هغه وویل امریکا او پاکستان به ترهگرۍ د نړي والې کچې خطر خلاف هم په مربوط ډول همکاري کوي.

ایش کارټر سره ملاقات کې جنرل راحیل شریف سیمې د حالاتو او مشکلاتو په اړه د پاکستان نظر ښکاره کړو. هغه وویل د پاکستان ټول قام به په یو اتحاد هیواد نه د تندورۍ او ترهگرۍ نوغی وباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG