لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په بن لادن د امریکائي حملې نه پاکستاني مامورین خبر وو


د ایبټ آباد هغه کور چې پکې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وژل شوی وو
د ایبټ آباد هغه کور چې پکې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وژل شوی وو

د امریکې یو مشهور تحقیقي صحافي خپل تازه رپورټ کې دعوه کړې ده چې د پاکستان د فوج او د هیواد د استخباراتي ايي ایس ايي مشران ایبټ اباد کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن په کور د امریکې خصوصي ځواکونو د کاروائي نه نه یوازې خبر وو بلکه په دې لړ کې يي د امریکې مرسته او همکاري هم کړې وه.

سیمور هرش لیکې د هغه وخت د پاکستانې فوج مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني او د ايي ایس ايي د هغه وخت مشر جنرل احمد شعاع پاشا د بن لادن په کور حملې دپاره د امریکې د منصوبه سازۍ په هکله د وړاندې نه معلومات لرل. بن لادن د کال ٢٠١١ د مۍ د میاشت د دویمې نیټې په حمله ووژل شو.

ددې نه وړاندې امریکائي او پاکستاني چارواکو ویلي وو د پاکستان فوج یا نورو امنیتي ادارو ته نه خو دا معلومه چې بن لادن په ایبټ اباد کې پټ وو او نه ورته په هغه د حملې په اړه معلومات ورکړی شوي وو.

خو سیمور هرش د لنډن ریویو اف بکس مجلي دپاره خپل رپورټ کې لیکې "تر ټولو څرگند دروغ خو دا وو چې د پاکستان تر ټولو لوړ رتبه عسکري مشران، جنرل اشفاق پرویز کیاني او جنرل احمد شعاع پاشا، د ايي ایس ايي مشر، ته د امریکې د کاروائي په هکله اطلاع نه وه ورکړی شوي."

بن لادن خپل رپورټ کې دا دعوه هم کوي چې بن لادن د کال ٢٠٠٦ راهسې ایبټ اباد کې د ايي ایس ايي په ولکه لکه د قیدي پروت وو، دا چې جنرل کیاني او جنرل پاشا ته د امریکائي کاروائي علم وو او دا خبره يي یقیني کړې وه چې هغه دوه هیلې کاپټرې چې د بن لادن په کور حملې دپاره پکې امریکائي عسکر تلې وو، په امن بیرته د پاکستان د سرحد نه وځي.

سیمور هرش دا هم وايي چې د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای ته بن لادن د موجودگۍ په اړه معلومات خپله د ايي ایس ايی یو افسر د ٢٥ میلینه ډالرو انعام په بدل کې ورکړې وو. رپورټ وايي د ايي ایس ايي افسر ته د دغه انعام زیاتره برخه ورکړی شوي او د هغه کورنۍ امریکې ته منتقل کړی شوي ده. رپورټ وايي دغه پاکستاني افسر اوس سي ايي ای دپاره د مشیر په توگه کار کوي.

د پاکستان فوج د سیمور هرش په رپورټ په سمدستي توگه څه نه دي ویلي. وي او ای ډیوه د فوج د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پې ار ځېنې چاوراکو سره د رابطې کوښښ وکړو خو جواب يي رانغلو.

کال ٢٠١١ کې د بن لادن په کور د حملې یوه ورځ ورسته د پاکستان خارجه دفتر یو بیان جاري کړی وو چې د بن لادن وژنه يي "ترهگرۍ خلاف کې اهم سنگ میل" گرځولی وو.

د خارجه دفتر بیان کې دا هم ویلی شوي وو چې ایبټ آباد او شا او خوا سېمې د کال ٢٠٠٣ راهسې د استخباراتي ادارو د توجه مرکز وې او یو کال ورسته ايي ایس ايي هلته د القاعده یو اهم غړی هم نیولی وو.

په دلچسپه توگه، د خارجه دفتر بیان وویل په کور کې چې بن لادن ووژل شو، ددې انگڼ په هکله ايي ایس ايي د سي ايي ای او نورو استخباراتي ادارو سره معلومات شریکول. "دا خبره په ډاگه کول ضروري ده چې سي ايي ای د جدید ټیکنالوجۍ په مرسته د هغه معلوماتو ته کار واخیستلو چې مونږ ورکړې وو او په بنیاد يي د بن لادن شنخاخت وشو،" بیان وویل.

د پاکستان فوج پخوانی جرنیل طلعت مسعود وايي پاکستان ته پکار دي چې د ایبټ اباد کمیشن رپورټ نتیجې شائع کړي او ایبټ اباد کې د پیښې په هکله حقایق څرگند کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG