لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي چارواکو ٣ قیدیان باگرام نه پاکستان ته منتقل کړې


A local train passes a grain field with corn poppy and camomile flowers near Bad Doberan, Germany.
A local train passes a grain field with corn poppy and camomile flowers near Bad Doberan, Germany.

درې پاکستانیان چې د افغانستان په باگرام زندان کې بندیوان وو، امریکائي چارواکو اسلام آباد ته سپارلې دي.

دقیدیانو انتقال د امریکې د هغه کوششونو برخه ده چې افغانستان کې د ډسمبر د میاشت په اختتام د نړي وال جنگي مشن سر ته د رسیدو وړاندې باگرام نه خارجي قیدیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

د پاکستاني چارواکو د وینا ترمخه، پاکستان ته سپارل شوو قیدیانو کې لطیف محسود هم شامل دی، چې د پاکستاني طالبانو اهم مشر دی. نورو قیدیانو کې جعفر او عزیز عرفات شامل دي.

افغان چاوراکو ویلي لطیف محسود يي تیرکال افغانستان ته په غیرقانوني توگه د راتگ په سر نیولی وو. کابل ورستو ویل لطیف محسود امریکائي ځواکونو کابل ته د منتقل کیدو په مهال وشوکولو.

اسلام اباد کې د امریکائي سفارتخانې یو ترجمان وي او ای ته د درې پاکستانیانو اسلام آباد ته د سپارل کیدو تصدیق کړی دی خو د شناخت په هکله يي څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې نیټو د ډسمبر په ٣١ نیټه افغانستان کې خپل مشن سر ته رسوي، امریکا کوشش کوي چې د کابل په شمال کې پروت د باگرام زندان نه خارجي قیدیان خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG