لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: مسلمانان دې ترهگرۍ خلاف خپل غږ نه خاموشه کوي


Obama Mosque Visit
Obama Mosque Visit

صدر براک اوباما د شورو، چارشنبې، په ورځ د واشنگټن سره نژدې بالټیمور ښار کې د یو جومات او اسلامي مرکز دوره وکړه او په دې موقع غونډې ته وینا کې هغه په بااثره مسلمانانو غږ وکړو چې ترهگرۍ د پیښو په غندنه کې دې خپل اواز نه خاموشه کوي.

صدر اوباما امریکائي مسلمانانو ته ډاگ ورکړو چې لکه د نورو قامیتونو او مذهبونو په رنگ دوي هم د امریکائي ټولنې برخه دي. "مونږ یوه امریکنۍ کورنۍ یو."

د صدرات په دور کې د جومات په وړمبۍ دوره کې براک اوباما د اسلامک سوسائټي اف بالټیمور د جومات او سکول کتنه وکړه او هلته يي د ټولنې مشرانو او د ځوان کل هلکانو او جینکو سره ولیدل.

Obama in Mosque
Obama in Mosque

د جومات د دورې په موقع غونډې ته وینا کې صدر اوباما په موجوده وخت کې په هیواد کې د مسلمانانو او اسلام په اړه د راپاریدلې جذباتو، اسلاموفوبیه، په کلکه مخالفت او غندنه وکړه او وې ویل دا د امریکائي اقدارو برعکس کار دی.

صدر اوباما په امریکائي ټولنه کې د مسلمانانو د کردار ذکر وکړو او وې ویل مسلمانان د ډاکټرانو، سائنسدانانو، تاجرانو او قابلو طالب علمانو په کردار کې د هیواد خدمت کوي.

صدر اوباما وویل ځېنې مسلمانان د عسکرو په رنگ کې د هیواد تحفظ کوي، دوې د هیواد د وقار او دفاع دپاره خپله وینا تویوي او ځېنې مسلمان عسکر د ارلنگټن په هادیره کې ښخ دي چې په د قام په دفاع کې يي د ژوند قرباني ورکړې ده. واشنگټن سره نژدې د ارلنگټن قامي هادیره کې هغه عسکر ښخیږي چې د هیواد په جنگونو کې يي ژوند دلاسه ورکړی وي.

د کال ٢٠١٦ د صدارتي انتخاباتو د ریپبلیکن پارټۍ ځېنې امیدوارانو په دې ورستۍ ورځو کې د مسلمانانو په اړه داسې خبرې کړې دي چې د صدر اوباما حکومت او نورو خلکو يي غندنه کړې ده. په پیرس او د امریکې په کیلېفورنیا ریاست کې حملو ورسته، یو صدارتي امیدوار خو امریکې ته د مسلمانانو په راتگ د پابندۍ لگولو خبره هم کړې ده.

د مسلمانانو ټولنې وايي په موجوده وخت کې امریکا کې د کال ٢٠٠١ د حملو ورسته یو وارې بیا مسلمانانو دپاره فضا کړکیچنه شوي ده.

د بالټیمور په اسلامي مرکز چې صدر اوباما چې تعلق يي د واک من ډیموکریټک پارټۍ سره دی، د حزب اختلاف سیاسي پارټۍ د چا نوم وا نه خیستو خو هغه وویل دداسې سیاست مخالف کول پکار دي چې تعصب د خپلې منافع دپاره استعمالوي.

صدر اوباما د هغه ویرې او تشویش ذکر وکړو چې هغه وویل په نژدې ورځو کې ورسره ځېنې امریکائي مسلمانانو شریک کړی دی.

براک اوباما وویل په دې خبره د سړي "زړه مات" شي داسې مسلمانان ورسره خپلې اندیښنې شریکې کړي چې د هیواد په غیر معمولي ډول خدمت کوي.

صدر اوباما د هغه مور ذکر وکړو چې هغه ته وویل "زما زړه هره شپه ژاړي" ځکه چې ماشومه لور ترې هره شپه تپوس چې داسې قسمه سلوک ورسره ولې کولی شي.

صدر اوباما وویل د یو موټی خلکو د فعلونو زمه واري په میلینونو خلکو نه دي اچول پکار. هغه په دې خبره بیا بیا زور واچولو چې د مسلمانانو اکثریت پرامنه خلک دي او د تشدد مخالفت کوي. خو هغه زیاته ددې خبرې نه هم انکار نشي کید چې لکه د القاعده او د داعش په رنگ د مسلمانانو ځېنې وړې ډلې د مذهب د تشریح شکل بدلوي، تشدد خوروي او له امله يي د پرامنه مسلمانانو دپاره تناو او فشار راپیدا کیږي.

هغه وویل د مسلمانانو او اسلام په اړه منفي تاثر لمینځه وړل نه یوازې د مسلمانانو بلکه د نورو مذهبونو د نورو ټولنو دنده هم ده. هغه په دې خبر زور واچولو چې امریکایان باید د اسلام او مسلمانانو په اړه بنیادي پوهه ترلاسه کړي.

صدر اوباما وویل مسلمانان د امریکائي تاریخ د اږدو راهسې موجود دي. هغه په دې اړه په امریکا کې د غلامۍ د دور ذکر وکړو او وې ویل د افریقې نه راوستل شوي ځېنې غلامان مسلمانان وو. او د امریکې د تاریخ تر ټولو وړمبی جومات نارت کیورلائنه ریاست کې جوړ کړی شوی و. هغه وویل د ١٨٩٠ لسیزې راهسې په نیویارک ښار کې جومات موجود و. تامس جیفرسن او جان ایډمز هم د قران نسخې لرلې هغه د دواو پخواني صدرانو، تامس جیفرسن او جان ایډمز، ذکر وکړو چې د قران نسخې لرلې. هغه وویل په راتلونکو اولیمپکس مقابلو کې به یوه مسلمانانه میرمن، ابتهاج محمد، د امریکا بیرغ پورته کوي.

صدر اوباما ویل د ترهگرۍ خلاف د جنگیدو بهترینه لار ترهگرو ته قانونیت نه ورکول دي. هغه وویل دا گڼل چې گني اسلام ترهگرۍ د مسلې بنیاد دی غلطه خبره ده.

هغه وویل مسلمانان دې دا د ځان لپاره یو اعزاز وگڼي چې د اسلام او مسلمامانو په اړه منفي تاثر لرې کولو په لړ کې خپل کردار ادا کړي. صدر اوباما یو وارې بیا دا خبره تکرار کړه چې گني دا وخت د غربي تهذیب او د اسلام ترمنځ ټکراو روان دی. هغه وویل د مسلمانانو د ټولنې بااثر اوازونه د نړۍ په هرځائې کې باید په مستقل ډول د تندروۍ غندنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG