لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر براک اوباما د هند دورې ورسته سعودي عرب ته روان شوی


براک اوباما د امریکې وړمبی صدر دی چې د گل یا یک شنبې په ورځ د هندوستان د یوم جمهور په دستوره کې شرکت کړو
براک اوباما د امریکې وړمبی صدر دی چې د گل یا یک شنبې په ورځ د هندوستان د یوم جمهور په دستوره کې شرکت کړو

هندوستان ته خپل درې ورځنی سفر د نهې په سه شنبې په ورځ سرته د رسولو په وخت صدر براک اوباما وویل امریکا د هندوستان بهترین همکار جوړیدلی شي.

صدر براک اوباما وویل امریکا او هندوستان د انسانانو په غیرقانونه توگه د یو ځائې نه بل ځائې ته د بوتلو او د جدید دور د غلامۍ خلاف په شریکه کار کولی شی. او دواړه هیوادونه د موسي بدولون غوندې نړي والې مسلې باندې هم په شریکه کارکولی شي چې په نتیجه کې يي سمندرونو کې د اوبو کچه اوچتیږي، د همالیه به غرونو واورې ولېکیږي، موسمونو کې غیر متوقعه تبدیلۍ رامېنځته کیږي او هندوستان ته به د تودوخي نه د نورو هیوادونو په مقابله کې زیات نقصان رسیږي.

د ځوانانو یوې غونډې ته وینا کې صدر براک اوباما دا هم وویل چې امریکا او هندوستان غربت ختمولو او صنعتي ترقۍ او د ټیکنالوجي په پرمختگ کې هم همکاري کولی شي.

هندوستان ته د خپلې دورې په مهال براک اوباما هند ته د سرمایه کارۍ او قرضونو په مد کې د څلور اربه ډالرو ورکولو لوظ وکړو. هغه او د هندوزیراعظم نرندره مودي دا هم اعلان کړی دی چې د ایټمي توانائي په مد کې د ځنډ ښکار معاهدې باندې يي تاریخي موافقه ترلاسه کړې ده.

براک اوباما د امریکې وړمبی صدر دی چې د گل یا یک شنبې په ورځ د هندوستان د یوم جمهور په دستوره کې شرکت کړو.

ټاکلی شوي وه چې صدر اوباما به د نهې یا سه شنبې په ورځ د تاج محل سیل کوي خو دغه دوره يي منسوخ کړه او د شاه عبدالله په مرگ د سعودي چارواکو سره غمرازۍ دپاره سعودي عرب ته روان شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG