لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما مهاجرت یا امیگریشن په تگ لاره کې تبدیلۍ اعلان کړې


السلواډور، لاطیني امریکا کې د براک اوباما تقریر اوریدل کیږي. ویل کیږي امریکا کې په غیرقانوني توگه د اوسیدونکو اکثریت خلکو تعلق د لاطیني امریکا سره دی
السلواډور، لاطیني امریکا کې د براک اوباما تقریر اوریدل کیږي. ویل کیږي امریکا کې په غیرقانوني توگه د اوسیدونکو اکثریت خلکو تعلق د لاطیني امریکا سره دی

د امریکې صدر براک اوباما د هیواد د مهاجرت یا امیگریشن په پالیسۍ کې اهمې تبدیلۍ اعلان کړې دي چې ترمخه به يي امریکې په غیرقانوني توگه میشته ٥٠ لکه خلکو ته د اوسیدو اجازت ورکړی شي.

د زیارت یا پنجشنبې په ماښام وائټ هاوس نه په ټیلي وژن د مهاجرت په هکله خپله حکم نامه اعلان کړه او وې ویل هیواد کې په غیرقانوني توگه اوسیدونکو دپاره دا نه خو بې ځایه عام معافي ده او نه په اجتماعي توگه د خارجیانو د بیرته ستنولو اعلان دی.

امیگریشن پالیسۍ یا تگ لاره دا رنگ اعلانولو دپاره براک اوباما کانگرس کې د قانون سازۍ نه ډډه وکړه. کانگرس کې د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ اکثریت دی او د پارټۍ مشرانو لوظ کړی چې امیگریشن پالیسۍ کې د تبدیلو په هکله د صدر د حکمنامې مخالفت به کوي.

د خپل دریز په دفاع کې صدربراک اوباما وویل د امیگریشن نظام د تیرو څو لسیزو راهسې تباه دی.

براک اوباما وویل هغه خلک چې د تیرو پنځو کلونو راهسې په امریکا کې دي یا يي بچي د امریکې شهریت لري یا په قانوني توگه دلته د اوسیدو اجازت لري، هغه خلک به بیرته نه ستنول کیږي، ورته به په عارضي توگه امریکا کې د اوسیدو اجازت ورکړی کي او د پس منظر جاج به يي اخیستل کیږي چې ټېکسونه ورکوي او په جرمونو کې خو نه دي ککړ.

هغه وویل ددې د لارې به امریکا کې په غیرقانوني توگه اوسیدنکې خلک د تیارو نه راوځي او ځان به قانون سره سم کړي.

براک اوباما وویل نوي پالیسي به په نزدي ورځو کې یا په ائنده کې امریکې ته راتلونکو خلکو دپاره نه وي.

براک اوباما وویل مجرمان به ډیپورټ یا خپلو هیوادونو ته ستنول کیږي. هغه خبرداری وکړو چې هغه خلک چې ائنده کې په غیرقانوني توگه امریکې ته د راتگ اراده لري هغوي د نیول کیدو امکان نور هم زیات شوی دی.

هغه وویل د امیگریشن په هکله د هغه ایگزیکوټیو ارډر یا حکمنامه قانوني ده.

د نوي پالیسۍ ریپبلیکن مخالفین وايي په غیرقانونه توگه امریکې ته راتلونکو خلکو ته دلته داوسیدو اجازت ورکول داسې دي لکه چې مجرم ته معافي ورکړی شي.

د ریپبلیکن پارټۍ سینیټر مچ مکانل وویل د صدر اقدام نه ناکامه کولو دپاره به په گڼ شمیر لارو غور کوي. ځېنې ریپبلیکن مشرانو حکومت د بندولو دړکه کړې او ځېنو ویلي د امیگریشن قانون دپاره به پېسې بندوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG