لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: ایتیوپیا دې سیاسي اختلاف ته سینه لویه کړي


د ایتیوپیا وزیراعظم هیلې میریم ډسالین د خپل هیواد د انساني حقونو دفاع وکړه او وې ویل حکومت يي د انساني حقوقو صورتحال او حکومتي ادارې بهتر کولو ته ‏ژمنه لري. هغه وویل ایتیوپیا به جمهوریت هم راولي
د ایتیوپیا وزیراعظم هیلې میریم ډسالین د خپل هیواد د انساني حقونو دفاع وکړه او وې ویل حکومت يي د انساني حقوقو صورتحال او حکومتي ادارې بهتر کولو ته ‏ژمنه لري. هغه وویل ایتیوپیا به جمهوریت هم راولي

صدر براک اوباما ویلي امریکا او ایتیوپیا کلک ملگري دي خو هغه په افریقائي هیواد غږ وکړو چې د حکومت مخالف سیاسي پارټیو او صحافیانو ته دې زیاته ازادي ورکړي.

د ایتیوپیا وزیراعظم هیلې میریم ډسالین سره مشترکه خبري غونډې ته وینا کې براک اوباما د اییتیوپیا د اقتصادي پرمختگ ستائنه وکړه چې په نتیجه کې يي په لکونو خلک د غربت نه راوتلې دي. براک اوباما وویل ایتیوپیا د الشباب وسله والې ډلې خلاف جنگ کې هم د ذکر وړ کردار ادا کړی دی.

براک اوباما وویل صحافیانو ته د ازادۍ په نتیجه کې به د حکومتي گوند ایجنډا نوره هم مظبوطه شي.

د ایتیوپیا وزیراعظم هیلې میریم ډسالین د خپل هیواد د انساني حقونو دفاع وکړه او وې ویل حکومت يي د انساني حقوقو صورتحال او حکومتي ادارې بهتر کولو ته ‏ژمنه لري. هغه وویل ایتیوپیا به جمهوریت هم راولي.

براک اوباما وړمبی په چوکۍ ناست امریکائي صدر دی چې د ایتیوپیا دوره کوي. هغه وویل په دې خبره فخر محسوسوي چې ایتیوپیا ته تلونکی اولنی امریکائي صدر دی او د هغه دوره دا خبره په ډاگه کوي چې امریکا ایتیوپیا او افریقې ته څومره اهمیت ورکوي.

امریکا ایتیوپیا ته د الشباب خلاف جنگ او صومالیه کې د ثبات راوستلو په لړ کې د یو اهم ملگري په توگه گوري. وائټ هاوس اعلان کړی چې ختیزې افریقا کې ترهگرۍ ختمولو په لړ کې به ایتیوپیا ته ۴٠ میلینه ډالره امداد ورکوي. دا به د هغه ۴٦٥ میلین ډالرو مالي امداد دپاسه وي چې امریکا به يي ترهگرۍ خلاف کوښښونو په لړ کې د ختیزې افریقې ملکونو ته ورکوي چې د دوي امینتي ځواکونو ته تربیه او الات ورکړی شي او وسله والو خلاف د جنگیدو صلاحیت يي زیات شي.

ترهگرۍ خلاف جنگ دپاره د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ مالي امداد په داسې وخت کې اعلان شو چې یوه ورځ وړاندې د صومالیه سرښار موگادیشو په جزیره هوټل کې د بم خلاصېدو په نتیجه کې ١٣ کسان ووژل شو.

انساني حقوقو دپاره کارکونکو ایتیوپیا ته د صدر اوباما په دوره تنقید کړی وو. د انساني حقونو کارکونکې وايي د ترهگرو خلاف کاروائي کې د وزیراعظم ډسالین حکومت په گڼه شمیره کې صحافیان او د حزب اختلاف غړي نیولې دي. امید څرگندیږي چې براک اوباما به د انساني حقونو مسله د ایتیوپیا چارواکو سره راپورته کوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG