لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وائټ د هاوس خبریالانو کلیز تقریب او د صدر اوباما ټوکې ټکالې


صدر اوباما هم د کال ٢٠١٦ د وائټ هاوس کارسپانډنټس په تقریب کې په غیر سمي او د ملگرتیا په انداز کې خبرې اترې وکړې. هغه د ځان په هکله وویل چې مثال يي د یو سپین ږیري دی چې د ژوندې خپلې شپې ورځې شماري
صدر اوباما هم د کال ٢٠١٦ د وائټ هاوس کارسپانډنټس په تقریب کې په غیر سمي او د ملگرتیا په انداز کې خبرې اترې وکړې. هغه د ځان په هکله وویل چې مثال يي د یو سپین ږیري دی چې د ژوندې خپلې شپې ورځې شماري

د وائټ هاوس د خبریالانو په کلیز تقریب کې صدر براک اوباما د صحافیانو، سیاستدانانو او د مشهورو ‍شخصیتنو د توجه مرکز و چې هغه پکې په خپله وینا کې نه یوازې په خپل ځان بلکه په خپلو ملگرو، سیاسي حریفانو، په میډیا او په کانگرس باندې په غیر رسمي انداز کې ټوکې ټکالې او خنده مسخرې وکړې.

د وائټ هاوس کارسپانډنټس ډنر، د وائټ هاوس د خبریالانو ماښامنۍ د خالي، شنبې، په ماښام په واشنگټن کې وشو. دا روایتي تقریب هرکال د وائټ هاوس کارسپانډنټس ایسوسي ایشن کوي. دا د هغه خبریالانو تنظیم دی چې د وائټ هاوس خبرونه ورکوي.

په یو وخت کې د وائټ هاوس کارسپانډنټس ډنر یوازې د خبریالانو او هغوي ته د خبرونو ورکونکو یا د سرچینو غونډه وه خو اوس يي د واشنگټن د یوې اهمې دستورې شکل اختیار کړی دی چې پکې هر موجوده صدر، د میډیا او په بعضې وختونو کې پکې د فلمي دنیا اهم شخصیات شرکت کوي.

په دستوره کې د امریکې صدران په روایتي توگه ډېر په غیر رسمي ډول د ملگرتیا په انداز کې خبرې اترې کوي.

هم ددغه روایت سره سم، صدر اوباما هم د کال ٢٠١٦ د وائټ هاوس کارسپانډنټس په تقریب کې په غیر سمي او د ملگرتیا په انداز کې خبرې اترې وکړې. هغه د ځان په هکله وویل چې مثال يي د یو سپین ږیري دی چې د ژوندې خپلې شپې ورځې شماري.

صدر اباما وویل په ائنده کال کې به بل څوک د هغه په ځائې ولاړ او د وائټ هاوس کارسپانډنټس ډنر ته وینا کوي. د نومبر په میاشت کې کیدونکې صدارتي انتخاباتو په اړه هغه وویل دا د هر چا اندازه ده چې دا شخصیته به څوک وي، چې اشاره يي د پخواني خارجه وزیرې هیلري کلنټن ته وه. میرمن کلنټن لکه د صدر اوباما د واک من ډیموکریټک پارټۍ سره تعلق لري.

د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ د هیلري کلنټن حریف ډونلډ ټرمپ د تیر کال برعکس د سږ کال په تقریب کې موجود نه و. ټرمپ چې ویل کیږي تنقید ته ډیر حساسیت لري، تیر کال يي د صدر اوباما د ټوکو نه خوند نه و اخیستلی.

د وائټ هاوس د خبریالانو دا روایتي تقریب او ددې سره تړلې نورې دستورې په واشنگټن کې تر یوې هفتې پورې جاري وې. د تقریب نقادان وايي خبریالانو د خپلو سرچینو سره ناسته پاسته او ټوکې خنداگانې د غیر جانبداره صحافت د لارې خنډ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG