لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د ترهگرۍ سازش، نیویارک کې په ١ کس فرد جرم


جورابایو، قاسمو او سیداخمیتو ویلي دوي بې گناه دي. نیول شوي مشکوک کسان د بروکلن، نیویارک، اوسیدونکې دي
جورابایو، قاسمو او سیداخمیتو ویلي دوي بې گناه دي. نیول شوي مشکوک کسان د بروکلن، نیویارک، اوسیدونکې دي

شام او عراق کې فعاله وسله والې ډلې داعش سره د امداد په الزام د امریکې نیویارک ښار کې په څلورم کس فرد جرم لگول شوی دی.

د وفاقي او مقامي حکومت چارواکو د گل یا یکشنبې په ورځ ویلي ٢٦ کلن دخایوت قاسمو ته د منصفانو شورا داعش سره د مالي امداد په سازش سزا اورولې ده.

سازش کې درې نور کسان د فیبرورۍ په میاشت کې گرفتار شوي دي.

په قاسمو الزام دی چې د ابرار حبیبو نومې یو بل کس سره په شریکه يي د دریم کس سیداخمېتو دپاره د پیسو راغونډولو بندوبست کولو چې سیداخمیتو داعش کې شاملیدو دپاره شام ته سفر وکړی شي.

د عدالتي دستاویزاتو ترمخه سیداخمیتو د نیویارک جان ایف کینیډي هوائي اډه باندې په داسې حال کې گرفتار کړی شو چې د اسنتبول، ترکي، دپاره يي پرواز نیولو.

سرکاري وکیلانو ویلي تفتیش کونکو داسې پیغامات هم ترلاسه کړې دي چې قاسمو نور خلک د "پرتشدد جهاد" ته راپارول. که چرې قاسمو مجرم گرځول کیږي نو د ٣٠ کاله قید سره مخ کیدی شي. هغه به د شورو یا پنجشنبې په ورځ عدالت کې خپل وړمبۍ پیشې کوي.

قاسمو او د نورو کسانو د نیول کیدو په اړه تحقیقات هغه وخت شورو کړی شول چې د عبدالرسول جورابایو نومې یو کس تیر کال په ازبکي ژبه کې د داعش د حمایت پیغامات په یوه ویب پاڼه شائع کړل. په جورابایو باندې هم الزام دی چې داعش کې شمولیت دپاره يي شام ته تگ غوښتو.

جورابایو، قاسمو او سیداخمیتو ویلي دوي بې گناه دي. نیول شوي مشکوک کسان د بروکلن، نیویارک، اوسیدونکې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG