لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله یوسفزۍ په نوم د امریکې تعلیمي وظیفه


د کانگرس د نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز د فارن افئیرز کمیټۍ د ملاله یوسفزۍ سکالرشپ ایکټ په نوم د قانون مسوده منظوره کړه. مجوزه قانون اوس د ووټ د لارې منظورۍ لپاره ایوان او بیا سنیټ ته وړاندې کولی شي
د کانگرس د نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز د فارن افئیرز کمیټۍ د ملاله یوسفزۍ سکالرشپ ایکټ په نوم د قانون مسوده منظوره کړه. مجوزه قانون اوس د ووټ د لارې منظورۍ لپاره ایوان او بیا سنیټ ته وړاندې کولی شي
د امریکې د کانگرس د خارجه چارو کمیټۍ د سوات ملاله یوسفزۍ په نوم د زنانه ؤ د تعلیم لپاره د قانون سازۍ منظوري کړې ده چې ترمخه به يي د تندلاریتوب سره مخ هیوادونو کې زنانه ؤ ته تعلیم لپاره مرسته ورکړی کیږي.
د کانگرس د نمائنده گانو ایوان یا هاوس اف ریپریزینټیټیوز د فارن افئیرز کمیټۍ د ملاله یوسفزۍ سکالرشپ ایکټ په نوم د قانون مسوده منظوره کړه. مجوزه قانون اوس د ووټ د لارې منظورۍ لپاره ایوان او بیا سنیټ ته وړاندې کولی شي.
د کانگرس کمیټۍ مشر ایډ روئس د افغانستان او پاکستان په رنگ هیوادونو کې د تندورۍ خوریدو په هکله اندیښمني څرگنده کړه او وې ویل تعلیمي نظام د ناکامه کیدو په نتیجه کې د مدرسو دلارې تندوره مذهبي سوچ خوریږي.
هغه وویل د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د زنانه ؤ د تعلیم وضعه په خصوصي توگه خرابه ده او دغه سېمو کې د ښځو د تعلیم شرح یواځې د دریو او ته ؤ فیصد ترمنځ ده.
مجوزه قانون د ملاله یوسفزۍ په نوم کولو په هکله ایډ روئس وویل "هغې د ١٥ کلونو په عمر کې طالبانو پرضد د ودریدو جرات وکړو، د خپلو کوششونو په سر په بې رحمه توگه پې حمله وشوه خو بالاخېر د ښځو او جینکو یو کل ته يي دا حوصله ورکړه چې د خپل بنیادي حق تعلیم غوښتنه وکړي."
کال ٢٠١٢ کې طالبانو ملاله سوات کې په ډزو ویشتله. هغه سخته زخمي شوه. برطانیه کې د علاج ورسته يي د زنانه ؤ د تعلیم لپاره خپل غږ بیا پورته کړې دی او په نړي واله کچه يي غږ په احترام او توجه اوریدلی کیږي. د ملاله د حوصلې او جرات د ستائنې په توگه هغې ته ډیرې ایوارډونه ورکړی شوي دي او په ملگرو ملتونو کې يي هم وینا کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG