لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې په امريکايي فضايي حملو کې د ۹۰۰ نه زيات کسان وژل شوي: راپور


د سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس تر مخه په دغو وژنو کې د ۵۰ نه زيات عام خلک هم مړه شوي ، چې پکې پينځه زنانه او اته ماشومان شامل دي .
د سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس تر مخه په دغو وژنو کې د ۵۰ نه زيات عام خلک هم مړه شوي ، چې پکې پينځه زنانه او اته ماشومان شامل دي .

شام کې د روانو حالاتو په غور جائزه اخيستونکي گروپ ٫٫ سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس ٬٬ په خپل يو راپور کې وئيلي ، چې د امريکې لخوا د روان کال ستمبر په مياشت کې د دولت اسلامي ډلې د جنگيالو په ضد فضائي حملو کې تراوسه پورې د ۹۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي .

د سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس تر مخه په دغو وژنو کې د ۵۰ نه زيات عام خلک هم مړه شوي ، چې پکې پينځه زنانه او اته ماشومان شامل دي .

د گروپ د رپورټ ترمخه په دغو وژنو کې زياتره تندلاري په نخښه شوي ، او رپورټ وايي امريکايي فضايي حملو کې ۷۸۵ جنگيالي وژل شوي دي .

رپورټ زياتوي فضايي حملو کې په شام کې د القاعده سره تړاؤ لرونکې يوې بلې ډلې النصره فرنټ ۷۲ جنگيالي هم وژل شوي دي .

سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس دغه شمېره د هغو نيټ ورکس نه رايوځايي کوي ، څوک چې په شام کې په زمکه موجود دي او په دغو حالاتو خبر دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG