لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران لانجمن پروګرام ، امریکاېي قانون دانانو داوباما انتظامې نه سختې پوښتنې کړي


د امریکا د خارجه چارو وزیر جان کېري د ایران لانجمن اېټمي پروګرا م په سر نن دامریکاېي سېنټ د خارجه چاروکمېټۍ ته د وینا په وخت د غړو سره تود بحث کړی او د ایران سره شوي لوظنامې دفاع ېې کړی. د سېنټ دغه کمېټۍ ته د وړاندې کیدو په محال د تواناېۍ سېکتر ارنسټ مونېز او د خزانې سېکتر جېک لېو هم د جان کېري سره وؤ.

د سېنټ د دغه کمېټۍ مشر او د رېپبلېکن غړې باب کراکر د دغه بحث شورو د جان کېری نه پدی سخته پوښتنه اوکړه چې ایرانیانو پدغه لوظنامه تاسو دهوکه کړي ېې. خو وروستو ېې دغه پوښتنه کې تاسو پر ځاېې مونږ کې بدله کړه. ښاغلي کېري دغه تورردکړو اوزیاته ېې کړه چې دا فکر غلط دی چې امریکا پدی لوظنامه کې ناکامه شوی او یا دا چې ددی نه څه خه لوظنامه هم کیدې شي.

ښاغلي کېري د ایران ایټمي پروګرام په اړه اوېل چې ملګرو دوي (ایران) سره هغه څه شته کوم چې دوي غواړي. هغه زیاته کړه چې یوه پېړۍ وړاندی چې کله دغه خبری اتری شورو شوی نو د ایران سره د ۱۰ تر ۱۲ پوری بمونو جوړولومواد موجود وو. دوي سره د ۱۹۰۰۰ پوری سېنټرفېوجېز وو کله چې اتنظامېې د دوي سره خبری اتری شورو کړی. ښاغلي کېري زیاته کړه: ( سوال دا نه دی چې دوي له مو هغه څه ورکړل چې دوي غوښتل. سوال دا دې چې د دوي اېټمي پروګرام په شاه لاړ شي. څنګه به د دوي د وسلې جوړولو پروګراماودروو نه چې د هغو ټول پروګرام).

په ویانا کې تېره اونۍ د ایران او نړۍ ۶ لویو هیوادونو ترمېنځه د تهران لانجمن اېټمي پروګرام په سره اوږدی خبری اتری شوې وې. ښاغلي کېري د سېنټ خارجه چارو کمېټۍ تا زیاته کړی ریشتیا خبره دا ده چې د ویانا منصوبه به د ایران اېټمي پروګرام راغونډولو یو مضبوط او د اوږدی مودی منصوبه وي. د امریکا خارجه وزیر کمېټۍ ته وېلي که چری دغه لوظنامه عملي کېږي نو ایران به د تل لپاره په سخت څارنه کې وي او دا خبره به یقېني شي چې نړۍ د ایران اېټمي پروګرام نه محفوظه وي.

پدغه محال د ریپبلکن ګوند سېنټر بن کارډن اوېل تر اوسه ېې دا فېصله نه ده کړی چې څنګه راېې به ورکوي خو زیاته ېې کړه چې د امریکا لخوا په دغه خبرو اترو کې پرمخ تګ شوی.د اوریدنې په محال ښاغلي کراکر د ایران سره شوی لوظنامه کې د کمزوریو په اړه د یو پښتنې په ځواب کې د امریکا د خارجه چارو وزیر اوېل په ایران د لګیدلي بندیزونو مقصد هغو (ایران) خبرو اترو ته راوستل وؤ. جان کېري اوېېل : (حقېقت دا دی چې د ایران سره دا وختې د نیوکلېاېي ټېکنالوجۍ تجربه شته او مونږ دغه تجربه په بمونو نه شو لرې کولې او نه په دغه پوهه بندیز لګولې شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG