لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د مزدورانو ورځ نمانځلی کیږي


زیاتره امریکایان په لیبر ډی د خپلو کورنیو سره د کور نه بهر د باغونو او پارکونو سیل یا پکنک ته ځي. د لیبر ډی نه یوه ورځ ورسته د امریکا په ډیرو ریاستونو کې د اوړي د رخصتیو ورسته د ماشومانو د سکولونو نوی کال شورو کیږي
زیاتره امریکایان په لیبر ډی د خپلو کورنیو سره د کور نه بهر د باغونو او پارکونو سیل یا پکنک ته ځي. د لیبر ډی نه یوه ورځ ورسته د امریکا په ډیرو ریاستونو کې د اوړي د رخصتیو ورسته د ماشومانو د سکولونو نوی کال شورو کیږي

د هیواد خواري کښو خدماتو ته پیرزونې وړاندې کولو دپاره امریکایان نن د گل په ورځ لیبر ډی یا د مزدورانو ورځ نمانځي. په قامي کچه رخصتي ده. دا ورځ یعني د سپټمبر د میاشت وړمبۍ نیټه په غیر سرکاري توگه د اوړي د موسم اختتام گڼلی کیږي.

د مزدورانو د اتحادونو یا یونینونو د کوششونو په نتیجه کې د سپټمبر د میاشت د وړمبي گل ورځ د کال ١٨٩۴ راهسې په قامي کچه رخصتي وي، سرکاري دفترونه او سکولونه بند وي.

په دې ورځ مختلفو ښارونو کې لوې لوې پریډونه ویستل کیږي او په کارخانو کې کارکونکو خواري کښو ته پیرونې وړاندې کولی شي.

په تیرو ٣٠ کلونو کې د مزدورانو په یونینونو کې د محنت کښو شرکت کم شوی دی چې وجوهات يي ټیکنالوجي او د اقتصاد نړي وال شکیل اخیتارول گڼلی کیږي. په کال ١٩٨٣ کې د امریکې ٢٠ فیصد کارکن د یونین غړي وو خو په کال ٢٠١٣ کې دغه شرح ١٣ فیصد ته راټیټه شوي ده.

خو ددې ترڅنگ د یونینونو د غوښتنو سره سم زیاتره امریکائي کمپنۍ خپلو کارکونکو ته د صحت بیمه، هفته کې وره ورځې رخصتي او د تنخوا سره سالانه رخصتیانې ورکوي.

امریکا کې اوس هم ځېنې کارپوریشنونه د یونینونو مخالفت کوي.

د هغه کارخانو پرځائې چرته چې د یونینونو تحریک شورو شوی وو د موجوده یونینونو زیاتره غړي مقامي، ضلعي او وفاقي حکومت دپاره سفید پوش نوکریانې کوي.

زیاتره امریکایان په لیبر ډی د خپلو کورنیو سره د کور نه بهر د باغونو او پارکونو سیل یا پکنک ته ځي. د لیبر ډی نه یوه ورځ ورسته د امریکا په ډیرو ریاستونو کې د اوړي د رخصتیو ورسته د ماشومانو د سکولونو نوی کال شورو کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG