لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ددفاع وزیر ویلي قندوز د پیښې تحقیقات به کوي


ډاکټرز وداوټ بارډرز د واقعې د بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او وايي په هسپتال يي بمباري د جنگی جرم سره برابر پیښه ده
ډاکټرز وداوټ بارډرز د واقعې د بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او وايي په هسپتال يي بمباري د جنگی جرم سره برابر پیښه ده

د امریکې د دفاع وزیر ایش کارټر ویلي د شمالي افغانستان په قندوز ښار کې د هغه واقعې تحقیقات به کولی شي چې پکې په یو هسپتال د مشکوک امریکائي هوائي دلاسه ٢٢ کسان وژل شوې دي.

د یو‏رپي هیوادونو د پنځو ورځو د سفر شورو کولو په موقع د امریکې د دفاع وزیر یا د پینټگان مشر ایش کارکارټر په قندوز په مر گ ژوبله غفگان څرگند کړو.

ایش کاټر وايي قندوز کې د د ژوند ېه ځیان ورته خفگان رسیدلی دی او زړونه يي په هغه معصومو خلکو باندې ظهیر دي چې په داسې قسمه جگړو کې راگیر شي. هغه وايي امریکا او امریکائي ځواکونو به د پیښې تحقیقات کوي او که څوک ددې ذمه وار وټاکلی شو نو احتساب به يي کولی شي.

ایش کارټر وویل په قندوز کې امریکائی عسکري وسائل استعمال شوي وو او دا چې هلته صورتحال پیچیده دی او د حقائقو په معلومولو کې به لا وخت لگي.

صدر اوباما هم قندوز کې په شوي مرگ ژوبله خفگان څرگند کړی دی. هغه ویلي امید لري چې د واقعې په کره تحقیقات وکړی شي.

امریکائي پوځي مامورین وايي د افغان عسکرو ملاتړ د پاره يي وائي بمباري کړې ده او افغان ځواکونو ویلي د ډاکټر وداوټ بارډرز د هسپتال نه پرې طالبانو ډزې کړې وې.

ډاکټرز وداوټ بارډرز د واقعې د بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده او وايي په هسپتال يي بمباري د جنگی جرم سره برابر پیښه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG