لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیری ملگرو ملتونو کې د اسرائیل دفاع کړې ده


د صدر براک اوباما حکومت کانگرس ته د بینجمن نیټن په مجوزه تقریر سخته ناخوښي څرگنده کړې ده. وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ وايي د هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا د نمائندگانو د ایوان سپیکر جان بینر اسرائیلي وزیراعظم ته د تقریر بلنه د قواعدو او ضوابطو خلاف ورکړه او وائټ هاوس يي د وړاندې نه دی خبر کړی
د صدر براک اوباما حکومت کانگرس ته د بینجمن نیټن په مجوزه تقریر سخته ناخوښي څرگنده کړې ده. وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ وايي د هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا د نمائندگانو د ایوان سپیکر جان بینر اسرائیلي وزیراعظم ته د تقریر بلنه د قواعدو او ضوابطو خلاف ورکړه او وائټ هاوس يي د وړاندې نه دی خبر کړی

د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو شورا یا کاونسل کې د اسرائیل دفاع وکړې او وې ویل هیواد ته په غیر "متوازنه ډول" توجه گرځول شوي ده.

جنیوا کې د گل یا د یکشنبې په ورځ کاونسل ته خپله وینا کې جان کیري د انساني حقوقو خلاف ورزۍ برسیره کولو په لړ کې د ادارې د کردار ستائنه وکړه. خو هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه چې اسرائیل ولې په وار وار د قراردادونو توجه گرځولی شي.

جان کیري وویل په اسرائیل بې ځایه توجه په ټوله اداره اعتماد کمزوری کولی شي او ددې ښه کار محدودولی شي.

د امریکې خارجه وزیر زیاته کړه واشنگټن به د انساني حقوقو په اړه په اسرائیل د راپورته شوو پوښتنو په کره توگه جاج اخلي خو د هغه کوښښونو ډله به نه کوي چې "بې دریغه، په باقاعده توگه د اسرائیل قانونیت ختمولو یا تنها کولو" دپاره کولی ‍شي.

جنیوا کې جان کیري د اسرائیل دفاع په داسې حال کې وکړه چې د اسرئیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو کانگرس ته یو لانجمن تقریر کولو دپاره واشنگټن ته رسیدلی دی. د نهې یاه سه شنبې په ورځ د کانگرس دواړ ایوانونو مشترکه غونډې د ته وینا نه یوه ورځ وړاندې به بینجمن نیټن یاهو امریکا کې د یهودیانو یو موثره تنظیم ته تقریر کوي.

د صدر براک اوباما حکومت کانگرس ته د بینجمن نیټن په مجوزه تقریر سخته ناخوښي څرگنده کړې ده. وائټ هاوس یا سپینه ماڼۍ وايي د هاوس اف ریپریزینټیټیوز یا د نمائندگانو د ایوان سپیکر جان بینر اسرائیلي وزیراعظم ته د تقریر بلنه د قواعدو او ضوابطو خلاف ورکړه او وائټ هاوس يي د وړاندې نه دی خبر کړی.

د اتوار یا شنبې په ورځ جان کیري دا تاثر رد کړو چې گني کانگرس ته د اسرائیلي وزیراعظم د تقریر په سر د دواړو هیوادونو ترمېنځ اختلافات راپورته شوي دي.

کانگرس ته اسرائیلي وزیراعظم د وینا په هکله د امریکې این بي سي ټي وي او وال سټریټ جرنل نومې ورځپاڼې مشترکه سروی یا نظر پوښتنه کړې ده چې پکې ۴٨ فیصد خلکو ویلي د پکار نه ده چې د وائټ هاوس د خبرولو بغیر بینجمن نیټن یاهو ته د تقریر بلنه ورکړی شوی وی. نظر پوښتنه کې برخه اخیستونکو د ٣٠ فیصد کسانو رائې وه چې اسرائیلي وزیراعظم ته ورکړی شوي بلنه په سمه ډول ورکړی شوي ده.

بینجمن نیټن یاهو ویلي کانگرس ته خپله وینا کې به د ایران ایټمي پروگرام په اړه کیدونکې معاهدې مخالفت به کوي او د ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لړ کې به د ایران مخه نیسي.

ایران وايي ایټمي پروگرام يي پرامنه او د هدف يي د توانائي پیداوار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG