لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: اسرائیل د امریکا، ایران او په ایټمي مذاکراتو جاسوسي کړې


اسرائیل د ایران په ایټمي پروگرام ژور نظر ساتي او د ایران ممکنه ایټمي وسله د خپل وجود دپاره خطر گرځوي. د مذاکراتو په بل پړاو کې به د زیارت په پنج شنبې په ورځ د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او جان کیري سویټرزلینډ کې بیا لیده کاته کوي. ایران ا‍صرار کوي چې ایټمي پروگرام يي پرامنه دی
اسرائیل د ایران په ایټمي پروگرام ژور نظر ساتي او د ایران ممکنه ایټمي وسله د خپل وجود دپاره خطر گرځوي. د مذاکراتو په بل پړاو کې به د زیارت په پنج شنبې په ورځ د ایران خارجه وزیر جواد ظریف او جان کیري سویټرزلینډ کې بیا لیده کاته کوي. ایران ا‍صرار کوي چې ایټمي پروگرام يي پرامنه دی

په داسې حال کې چې امریکا او د نړۍ نورو پنځه ؤ قوتونو ایران سره د ایټمي معاهدې دپاره مذاکرات کول، د امریکې نزدې ملگري هیواد اسرائیل جاسوسۍ دلارې د خفیه خبرو اترو خفیه تفصیلات ترلاسه کول غو کوښښ يي کولو چې ایران سره ممکنه معاهده لاهو کړی شي. دا خبر د امریکې وال سټریټ جرنل ورځپاڼې رپورټ کړی دی.

وال سټریټ جرنل خپل رپورټ کې وايي د وائټ هاوس چارواکو ته تیر کال معلومه شوه چې اسرائیل د امریکې خفیه خبرو اترو ته په پټه غوږ نیسي او ایران سره د کیدونکو مذاکرات تفصيلات ترلاسه کولو دپاره د مخبرانو او یورپي سفارتکارانو سره د روابطو نه کار اخلي.

اسرائیل وايي په امریکا يي جاسوسۍ نه ده کړې او معلومات يي د ایراني مشرانو د څارنې د لارې په داسې حال کې ترلاسه کړې دي کله به چې دوي ته د مذاکراتو په اړه تازه معلومات ورکړی کیدل.

ایران سره د امریکا، برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني ماهرین او سفارتکاران مذاکراتو کې ښکیل دي. هدف يي دا یقیني کول دي چې یوه داسې لوظنامه ترلاسه کړي چې د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه ونیولی شي. په بدل کې به په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ ختمي کړی شي.
ددې پرته چې اسرائیل ویلي د مذاکراتو په هکله معلومات به نه افشا کوي، اسرائیلي وزیراعظم بینجنمن نیټن یاهو په شمول نور حکومتي چارواکې په دې خبره زور اچوي چې ایران سره د کیدونکې معاهدې شرائط به سخت نه وي او د معاهدې باوجود به هم ایران د ایټمي وسلو تیارولو جوگه وي.

صدر براک اوباما، خارجه وزیر جان کیري او نور امریکائي چاوراکې وايي پکار ده چې ایران سره کیدونکو مذاکراتو کې بهر نه لاس وهنه ونشي او دا چې د خبرو اترو د ممکنه نتائجو په باره کې دې د وړاندې نه د څه پیش بینۍ ډډه وکړی شي.

ایران او ورسره مذاکراتو کې ښکیل نړي والو قوتونو ځان دپاره د مارچ د میاشت پورې نیټه ټاکلې ده چې د ایټمي معاهدې دپاره به چوکاټ پرځائې کوي او حتمي معاهده بیا د جون په میاشت کې کولی شي.

اسرائیل د ایران په ایټمي پروگرام ژور نظر ساتي او د ایران ممکنه ایټمي وسله د خپل وجود دپاره خطر گرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG