لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزارت چارواکی وايي عراق کې داعش پشا تمبول شوی دی


پینټگان یا د د دفاع وزارت لخوا جاري شوي نوي نقشه ښائي چې عراقي ځواکونو د هیواد په شمال کې تکریت سره نزدې سېنجار غر او د موسل بند خوا او شا کې په گڼ شمیر اهمو علاقو بیا قَبضه کړې ده
پینټگان یا د د دفاع وزارت لخوا جاري شوي نوي نقشه ښائي چې عراقي ځواکونو د هیواد په شمال کې تکریت سره نزدې سېنجار غر او د موسل بند خوا او شا کې په گڼ شمیر اهمو علاقو بیا قَبضه کړې ده

د امریکې په مشرۍ کې د اتحادي ځواکونو هوائي بمبارۍ او په مزکه د عراقي ځواکونو ملاتړ د عراق په شمال کې داعش وسله ولې ډلې ته زیان رسولی دی او گڼ شمیر سېمې يي ترې بیرته نیولې دي.

پینټگان یا د د دفاع وزارت لخوا جاري شوي نوي نقشه ښائي چې عراقي ځواکونو د هیواد په شمال کې تکریت سره نزدې سېنجار غر او د موسل بند خوا او شا کې په گڼ شمیر اهمو علاقو بیا قَبضه کړې ده.

د پینټگان ترجمان کرنل سیټو وارن د گل یا دوشنبې په ورځ الحره ټیلې وژن ته وویل داعش پنځلس زره مربعه کلومیټره سیمه د لاسه ورکړې ده چې د تیر اگست د میاشتې راهسې يي نیولې وه.

کرنل سټیو وايي تکریت د داعش د منگولو نو ازادولو دپاره کاروائي په کامیابۍ په وړاندې روانه ده په ځېنې ځایونو کې د داعش بمونه پریښودي دي، یا په ځېنې ځایونو کې يي وسله وال یا ښیښ ماران پراته دي چې یوازې د ښار په شمالي برخه کې دي.

سټیو وارن وايي شام کې داعش پشا تمبولو کوښښونه څه ډیر کامیاب نه دي

کرنل سټیو وايي شام کې داعش د سرښار دمشق سره، په جنوب کې، د حلب ښار خوا او شا ځېنې سیمې نیولې خو کوباني کې ډله د ماتي سره مخ ده او شام او عراق کې فرق دا دی چې عراق کې د اتحادي هواي کارواښي مرسته عراقي ځواکونه کوي.

د پینټگان افسر وویل په داسې حال کې د داعش عراق کې د ناکامۍ سره مخ دی، د اتحادي ځواکونو دا کوښښ دی چې داعش شام کې د پناه ځایونه ترلاسه نه کړی شي.

ځېنې تجزیه کار وايي داعش خلاف د تگ لارې د کامیابۍ امتحان به لکه د موسل او انبار صوبې غوندې د عراق په سني اکثریتي سېمو کې وي .

د څیړونې ادارې سینټر فار امریکن پراگرس تجزیه کار برائن کیټولس وايي په دغه سېمو کې د عراق شیعه ځواکونه زیاته کامیابي نشې ترلاسه کولی، شیعه ځواکونه د سني مسلمانانو په علاقو یرغل او هلته الغاو تلغا نشې جوړولی.

د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون د تکریت د ازادۍ هرکلی کړی خو هلته يي د عراقي ځواکونو په ملاتړ جنگیدونکو جنگیالو دلاسه د انساني حقونو په خلاف ورزو او املاک ته په زیان فکرمندي څرگنده کړې ده.

د نسلې تشدد د مخه نیولو یوه لاره دا ده چې د داعش نه ازاد کړی شوو سیمو کې دې د پوځ ځائې ډلې جوړي کړی شي چې د خپلو ټولنو حفاظت وکړي.

بروکنگز انسټیټوشن تجزیه کار مائیکل او هینلن په موجوده وخت کې عراق داسې انتظام نه لري خو دریز يي دا ښکاري چې د مختفلو قامیتونو یو قامي پوځ جوړ کړی شي چې د عراق دننه به په هره سېمه کې پرځائې کیدی شي.

خو وسله وال اوس هم په شمالي عراق کې په پراخه کچه سېمو قبضه لري چې پکې د تیلو صفا کولو کارخانې هم دي د خپل مالي مصرف دپاره ترې گټه اخلي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG