لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعیش د امریکائي قیدي دسرد قلم کولو دعوه کړې


د عبدالرحمان مور پوله کېسگ د امریکې سې بي ایس ټیلې وژن ته ویلي هغې او خاوند يي څو هفتې وړاندې یو اډیو کیسټ ترلاسه کړی چې پکې ددوي زوي دا ویره څرگنده کړې وه چې گني ورځې يي پوره کیدونکې دي
د عبدالرحمان مور پوله کېسگ د امریکې سې بي ایس ټیلې وژن ته ویلي هغې او خاوند يي څو هفتې وړاندې یو اډیو کیسټ ترلاسه کړی چې پکې ددوي زوي دا ویره څرگنده کړې وه چې گني ورځې يي پوره کیدونکې دي

په انټرنیټ یو وډیو کې سني وسله والې ډلې داعیش شام کې د ډلې په ولکه کې د یو امریکائي د سر د قلم کولو دعوه کړې ده.

د عبدالرحمان کېسگ د وژنې د اعلان وډیو د اتوار یا یک شنبې په ورځ په انټرنیټ شائع شوی دی.

د امریکې د قامي سلامتیه شورا یا نیشنل سکیورټي کاونسل ترجمانې برنډیټ میهان ویلي د جاسوسۍ د ادارو چارواکې کوشش کوي چې د وډیو د کره والي زر تر زره تصدیق وکړي. وډیو کې د عبدالرحمان کاسېگ وژل کیدل لیدل کیږي.

٢٦ کلن عبدالرحمان کاسېگ د امریکائې پوځ پخوانی رینجر دی او ١٣ میاشتې وړاندې شام کې نیول شوی دی. هغه جنگ ځپلې هیواد کې د خیر ښیگړې کارونه کول. د هغه کورنۍ وايي هغه د وسله والو په ولکه کې اسلام قبول کړی دی او خپل وړمبی نوم يي د پیټر نه عبدالرحمان ته بدل کړی.

د عبدالرحمان مور پوله کېسگ د امریکې سې بي ایس ټیلې وژن ته ویلي هغې او خاوند يي څو هفتې وړاندې یو اډیو کیسټ ترلاسه کړی چې پکې ددوي زوي دا ویره څرگنده کړې وه چې گني ورځې يي پوره کیدونکې دي.

ایي ایس، اسلامک سټیټ یا د دولت اسلامي فې العراق والشام، داعیش، ددې نه وړاندې هم د ډلې په ولکه کې د بندي کسانو د سرونو قلم کولو وډیو نشر کړې دي چې پکې امریکائي خبریالان جیمز فولي او سټیون ساټلاف او برطانوي امدادي کارکن ډیوډ هینز شامل دي.

د یک شنبې په ورځ، اسټریلیا کې د جي ایټ هیوادونو د سر مشرانو د غونډې په اخیره کې صدر براک اوباما ویلي د ایي ایس خلاف يي د شام صدر بشارالسد سره د اتحاد جوړولو خبره رد کړې ده. براک اوباما وویل بشارالسد اولس کې خوښوالی د لاسه ورکړی دی.

صدر براک اوباما وویل بشارالسد سره د اتحاد په نتېجه کې به د هیواد سني اولس د ايي ایس په صفونو کې شامل شي او د ډلې خلاف ائتلاف ته به نقصان ورسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG