لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به پاکستان او عراق کې د بې کوره خلکو مرسته کوي


Beluga whales kiss their trainers during a performance at an aquarium in Harbin, Heilongjiang province, China, Nov. 1, 2015.
Beluga whales kiss their trainers during a performance at an aquarium in Harbin, Heilongjiang province, China, Nov. 1, 2015.
امریکا به عراق او پاکستان کې د بې امنۍ د لاسه د هیواد دننه بې کوره شوو خلکو مرسته کوي. دا خبرې د ابادۍ او د مهاجرینو د چارو مرستیالې سیکریټري این سي رچرډ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې کړې دي.
شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د پاکستان پوځ د کاروائي ورسته سېمې نه په لکونو خلک بې کوره شوي دي. این سې رچرډ وویل د امریکې حکومت پاکستاني چارواکو سره په رابطه کې دی چې د بې کوره شوو خلکو د مرستې دپاره لارې چارې ولټوي.
میرمن این عراق کې د هیواد په شمال او غربي سېمو کې د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق یا امارات اسلامې فې العراق د فعالیتونو په نتیجه کې د بې کوره شوو خلکو په حال هم خبرې وکړي.
هغې وویل عراق کې د تازه تشدد دلاسه په موسل او تکریت ښارونو کې د ٥٠٠٠٠٠ نه زیات خلک په خپل کورونو پریښودو مجبور شوي دي.
واشنگټن کې د جون په ٢٠ مه نیټه د مهاجرینو د نړي والې ورځې په مناسبت یوې دستورې په موقع، میرمن این ډیوه ریډیو ته وویل عراق کې په دومره لویه کچه د خلکو بې کوره کیدل د اندیښنې وړ خبره ده خو ښه خبره دا ده چې امریکا د صورتحال د مخنیوي دپاره په ښه ډول تیاره ده، کانگرس کې په دې موضوع اتفاق موجود دی، مالي وسائل شته او امریکا عراق کې وسائل لري چې د بې کوره شوو خلکو په امداد کې استعتمال کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG