لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې سیاسي اصلاحالات، جان کېري کرد مشرانو سره لیدلې


د گل په ورځ جان کیري د عراق وزیراعظم نوري المالکي، یو شیعه مشر او د پارلیمنټ دوه سني غړو سره يي لیده کاته وکړل. جان کیري وویل عراقي مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې د جولائي د وړمبۍ نیټې نه به د نوي حکومت په جورړولو لاس پورې کړي
د گل په ورځ جان کیري د عراق وزیراعظم نوري المالکي، یو شیعه مشر او د پارلیمنټ دوه سني غړو سره يي لیده کاته وکړل. جان کیري وویل عراقي مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې د جولائي د وړمبۍ نیټې نه به د نوي حکومت په جورړولو لاس پورې کړي
په داسې وخت چې سني وسله والې ډلې عراق کې په پراخه سېمو قبضه کړې، هیواد کې د سیاسي سیاسي اصلاحاتو په لړ کې د امریکې خارجه وزیر جان کیري د کرد مشرانو سره خبرې اترې کړې دي او ویلي يي دي د عراق تر ټولو لویه مسله د ټولو گوندونو په شرکت حکومت جوړول دي.
د نهې په ورځ جان کیري د خپلواکه کردستان سېمې مرکزي ښار اربیل کې د صدر مسعود بارزاني سره ولیدل. بارزاني وویل عراق دا وخت د نوي حقائقو سره مخ دی او دا چې کرد قام د مسلې حل ته سترگې په لاره دی.
کرد ځواکونو د تیلو په وسائلو مامورې سیمې ښار کرکوک واک بیا ترلاسه کړې دی. کرکوک د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق یا امارات اسلامي فې العراق او الاشام نیولی وو.
د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري وویل عراق دا وخت په نازک پړاو ولاړ دی.
بلخوا د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکې حکومتي چارو کې د کردانو د شاملولو په ضرورت زور اچولی دی. هغه وویل سیاسي عمل نه د کردانو د بهرکیدو په نتیجه کې منفي رجحاناتو کې کې چټکتیا راتللی شي.
عراق کې د ورستي تشدد په هکله ملگرو ملتونو ویلي د جون په میاشت کې کړکیچ ځپلې هیواد کې د ١٠٠٠ نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره پکې عام ملکي خلک دي. د کال ٢٠٠٨ راهسې دا وخت تشدد تر ټولو زیات دی او د مۍ د میاشت تر اخیره پورې هیواد کې ۴٥٠٠ کسان وژل شوي وو.
د گل په ورځ جان کیري د عراق وزیراعظم نوري المالکي، یو شیعه مشر او د پارلیمنټ دوه سني غړو سره يي لیده کاته وکړل. جان کیري وویل عراقي مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې د جولائي د وړمبۍ نیټې نه به د نوي حکومت په جورړولو لاس پورې کړي. خو هغه خبرداری وکړو چې د وسله والو د مخنیوي دپاره دي په دې کار کې د بیړې نه کار واخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG