لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مالي عراق کې خوراک د کمي خطر او عراق ته د امریکائي وسلې مخالفت


د امریکې سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ مشر او د واک من ډیموکریټک پارټۍ غړي سنیټر رابرټ مننډیز وویل د کلونو د امریکې د تربیب باوجود هم د عراق پوځ د جنگ په میدان د ماتي سره مخ شو
د امریکې سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ مشر او د واک من ډیموکریټک پارټۍ غړي سنیټر رابرټ مننډیز وویل د کلونو د امریکې د تربیب باوجود هم د عراق پوځ د جنگ په میدان د ماتي سره مخ شو

عراق دپاره د ملگرو ملتونو یو چارواکې ویلي د جنگ ځپلې هیواد په شمال کې د سني وسله والو او حکومتي ځواکونو د جگړې له امله سیمه کې د خوراک د کمي خطر پیدا شوی دی او بلخوا یو بااثره امریکائي سیاستدان عراق ته د امریکائي وسلو د رسد مخالفت کړی دی.

د امریکې سنیټ د خارجه چارو د کمیټۍ مشر او د واک من ډیموکریټک پارټۍ غړي سنیټر رابرټ مننډیز وویل د کلونو د امریکې د تربیب باوجود هم د عراق پوځ د جنگ په میدان د ماتي سره مخ شو.

منیډیز وايي "عراقي عسکر د خپلو خلکو د تحفظ نه بگوړه شول، امریکائي سازوسامان يي پریښودو او د ايي ایس ايي ایس د وسله والو نه وتښتیدل."

سنیټر مننډیز وویل ترڅو عراق خپل دفاعي صلاحیتونه مظبوط نه کړي، هغه به په بغداد د نورو وسلو د خرڅولو مخالفت کوي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان د عراقي ځواکونو د صلاحیتونو جاج اخسیتی دی خو کانگرس ته يي لا خپل رپورټ نه دی وړاندې کړی.

سنیټ یا ایوان بالا کې د واک من ډیموکریټک او حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ غړو عراق کې د اړگړي او بې امنۍ الزام په حکومتي مشرانو لگولو چې ددوي په وینا په فرقه ایز بنیادونو حکومت چلوي. سنیټرانو عراق ته د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق اینډ لیوانټ یا امارات اسلامي فې العراق لخوا د ورپیښو خطراتو د مخه نیول په ضرورت زور واچولو.

سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې د ایران او عراق د چارو نائب سیکریټري بریټ مکگرک وویل ايي ایس ايي ایل د یو مکمل پوځ په رنگ صلاحیت لري او د القاعده نه هم بدترین تنظیم دی چې د منگولې يي د منځني ختیز نه بهر رسائي لري.

بریټ مکگرک وايی "ايي ایس ایل عراق ته هره میاشت د ٣٠ نه تر پنځوسو پورې ځانمرگي حمله کونکو د لیږلو صلاحیت لري، زمونږ اندازه ده چې دا ټول خارجي وسله وال دي. د ايي ایس ایل دپاره به دا ډیره اسانه وي چې دغه ځانمرگي بمبار د سېمې نورو دارالحکومتونو، یورپ او یا امریکې ته يي ولیږي."

بلخوا عراق کې د ملگرو ملتونو یوې چارواکې ویلي شمالي عراق کې د ایي ایس ايي ایل او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جگړې په وجه په لکونو خلک د خوراک د کمیابۍ سره مخ کیدی شي.

وائس اف امریکا سره د اربیل نه د وډیو لنک دلارې خپله وینا کې عراق دپاره د ملگرو ملتونو د انساني امداد رابطه کاري جیکلن بیډکاک وویل شمالي عراق کې د جنگ دلاسه په لکونو خلک بې کوره شوي چې د هیواد په ١۴٠٠ نورو برخو کې پناه اخیستې ده خو امدادي کارکونکې د لکونو نورو هغه خلکو په هکله اندیښن دي چې لکه د نینوا په میدانونو او د موصل ښار غوندې جنگ ځپلې سیمو کې گیر شوې دي.

میرمن بیډکاک وویل د خوراک د کمي په هکله ځکه فکر مند دي چې نییوا د غلي د پیدوار په وجه د عراق د ډوډۍ شکور دی.

جیکلین بیډکاک وايي "سږ کال ډیر ښه فصل شوی وو خو د جون په میاشت کې د جنگ په وجه خلک سېمه په پریښودو مجبور شوې دي."

هغې وویل د قحط خطر نیشته خو خلک لکه د عام حالاتو په رنگ غلي ته په اسانه ډول رسائي نه لري.

جیکلین بیډکاک شمالي عراق نه راتلونکو په هغه رپورټونو هم تشویش څرگند کړو چې وايي زنانه و سره جنسي زیاتی کیږي او یا يي په زور ودونه کولی شي. هغې ویل داسې رپورټونه يي هم ترلاسه کړې دي چې ایي ایس ايي ایل د یوکم پنځوس کلونو عمر پورې د ټولو زنانه ؤد جنسي اعضاو د پرکولو اعلان کړی دی.

هغې وویل تر څلویښت لکو پورې زنانه ددغه اعلان نه په ممکنه توگه متاثره کیدی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG