لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران سره ایټمي معاهدې په لاره کې خنډان موجود دي


لوزین ښار کې خبرلایانو سره د خبرو په وخت سفارتکار وویل تر ایران سره د ممکنه معاهدې معیاد لا نه دی ټاکلی شوی، دا هم نه ده ټاکل شوي چې په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ به څومره زر لرې کولی شي او دا چې د معاهدې د خلاف ورزۍ په صورت کې به په ایران پابندۍ بیا څه رنگ لگول کیږي
لوزین ښار کې خبرلایانو سره د خبرو په وخت سفارتکار وویل تر ایران سره د ممکنه معاهدې معیاد لا نه دی ټاکلی شوی، دا هم نه ده ټاکل شوي چې په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ به څومره زر لرې کولی شي او دا چې د معاهدې د خلاف ورزۍ په صورت کې به په ایران پابندۍ بیا څه رنگ لگول کیږي

سویټزرلینډ کې ایران او د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ د ایران ایټمي پروگرام په اړه مذاکرات جاري دي. په داسې حال کې چې ایران سره د ایټمي معاهدې چوکاټ پرځائې کولو دپاره نیټه نزدې ده، یو غربي سفارتکار ویلي درې اهمې مسلې لا اوس هم نه دي حل کړی شوي.

لوزین ښار کې خبرلایانو سره د خبرو په وخت سفارتکار وویل تر ایران سره د ممکنه معاهدې معیاد لا نه دی ټاکلی شوی، دا هم نه ده ټاکل شوي چې په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ به څومره زر لرې کولی شي او دا چې د معاهدې د خلاف ورزۍ په صورت کې به په ایران پابندۍ بیا څه رنگ لگول کیږي.

سفارتکار د خبرو اهمیت هم په ډاگه کړو. ایران سره د معاهدې چوکاټ پرځائې کولو په خاطر سفارتکارانو ځان دپاره د نهې یا سه شنبې ورځ نیټه ټاکلې ده. سفارتکار وویل اوس یوازې د هاو او یا نه ویلو دپاره وخت پاتې دی.

لوزین کې د روانو خبرو اترو په مهال د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د امریکا، برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني هم منصبانو سره ولیدل.

د سفارتکارانو کوښښ دی چې د یوې داسې لوظنامې دپاره چوکاټ پرځائې کړي چې ترمخه به يي ایران ایټمي وسله نه تیارولو ته غاړه کښېدي په بدل کې به په ایران لگیدلې د غربي نړۍ اقتصادي پابندۍ پورته کړی شي. حتمي معاهدې دپاره د جون د میاشت نیټه ټاکلی شوي ده.

ددې خبرونو ورسته چې ایران خپل تیار شوي یورینیئم هیواد نه بهر ذخیره کولو ته راضي شوی، د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکې ویلي په اړه لا فيصله نه ده شوي. چارواکې وویل فریقین د تیرو څو میاشتو راهسې په دې لړ کې په داسې لارو چارو خبرې اترې کوي چې عمل پرې کیدی شي.

ایټمي امورو دپاره د ایران مشر مرکچي عباس عرقچي د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي یورینئیم هیواد نه بهر لیږل ایران دپاره د غوره کولو لار نه ده.

ایران ته د طبي تحقیق او توانائي دپیداوار دپاره یورینیئم پریښودلو بله لار د موجوده یورینیئم قوت کمول دي چې په وسله کې استعمال نشي.

ایران اصرار کوي چې وسله جوړول يي هدف نه دی او ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي د پیدوار دپاره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG