لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي مذاکرات، وخت لږ او کار ډیر پاتې دی


د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي "ځېنې مشکلې مسلې" لا موجود دي او د ایران د ایټمي چارو مشر مرکچي عباس عرقچي ویلي کیدی شي چې معاهدې دپاره چوکاټ د نهې یا شورو، چارشنبې، پورې پرځائې کړی شي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي "ځېنې مشکلې مسلې" لا موجود دي او د ایران د ایټمي چارو مشر مرکچي عباس عرقچي ویلي کیدی شي چې معاهدې دپاره چوکاټ د نهې یا شورو، چارشنبې، پورې پرځائې کړی شي

په داسې حال کې چې د ایران ایټمي پروگرام په اړه پراخ بنیاده معاهدې ته رسیدو دپاره د وړاندې نه ټاکلی شوي نیټه سرته رسیدونکې ده، د ایران او د نړۍ شپږو نورو قوتونو ترمنځ په ځېنې ټکو د اختلافاتو لرې کولو دپاره مذاکرات روان دي.

سفارتکارانو ځان دپاره د وړاندې نه ټاکلې ده چې د نهې یا سه شنبې د ورځې پورې به ایران سره د جامع معاهدې دپاره چوکاټ پرځائې کوي. د معاهدې هدف د ایټمي وسله وسلو ترلاسه کولو په لاره کې د ایران مخه نیول او په بدل کې په ایران لگیدلې اقتصادي پابندۍ ختمول دي.

د سویټزرلینډ په لوزین ښار کې ایران سره مذاکراتو کې ښکیل چاوراکو د خبرو اترو او د باقي پاتې نه حل شوي مسلو په اړه د امید او د احتیاط نه ډکې څرگندونې کړې دي. په ناحل شوي مسلو کې دا ټکي شامل دي: چې ایران سره د معاهدې میعاد په څه وي، په ایران لگیدلې پابندۍ په کله لرې کولی شي او دا چې که چرې ایران د معاهدې د شرائطو خلاف ورزۍ کوي نو په ځواب کې څه قسمه اقدامات پورته کیږي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي "ځېنې مشکلې مسلې" لا موجود دي او د ایران د ایټمي چارو مشر مرکچي عباس عرقچي ویلي کیدی شي چې معاهدې دپاره چوکاټ د نهې یا شورو، چارشنبې، پورې پرځائې کړی شي.

د امریکې نه علاوه ایران سره مذاکراتو کې چین، روس، فرانس، جرمني او برطانیه برخه اخلي.

د ایران پخوانی دریز دی چې ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي پیداکولو دپاره دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG