لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دایران ایټمي پروگرام، امریکا او ایران پرې نورې خبرې اترې کړې


جان کیري او جواد ظریف. دواړه خارجه وزیران به د شورو یا چار شنبې په ورځ نورې خبرې اترې کوي
جان کیري او جواد ظریف. دواړه خارجه وزیران به د شورو یا چار شنبې په ورځ نورې خبرې اترې کوي

د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري د خپل ایراني هم منصب جواد ظریف سره د نهې یا سه شنبې په ورځ بیا لیده کاته کړې دي. د دواړو مشرانو خبرې اترې د هغه کوښښونو برخه ده چې مقصد يي دا یقیني کول دي چې د ایران ایټمي پروگرام وسله تیاره نه کړي.

سویټرزلینډ کې دواړو خارجه وزیرانو په دواؤ ورځو کې دوه وارې لیده کاته وکړل. دواړو مشرانو په هغه تفصیلاتو خبرې اترې وکړې چې څه رنگ د ایران ایټمي هلې ځلې ودرولی شي. په بدل کې به په ایران لگول شوي اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شي چې د هیواد معاش يي د مجود ښکار کړی دی.

دواړه خارجه وزیران به د شورو یا چار شنبې په ورځ نورې خبرې اترې کوي.

د امریکې، چین، فرانس، روس، جرمني او امریکې په شمول نړي وال قوتونو کوښښ دی چې ددې میاشت تر اخیره پورې د ایران ایټمي پروگرام په هکله د معاهدې دپاره چوکاټ پرځائې کړی شي او بیا د جون په اخیر کې حتمي لوظنامه لاس لیک شي. په دې لړ کې د فریقینو ترمنځ د تیرو څو کلونو راهسې هلې ځلې روانې دي او د وړاندې نه ټاکلی شوي معیادونه بیا بیا غزول شوي دي.

د گل په ورځ د خبرو اترو وړاندې، ښاغلي ظریف خبریالانو ته وویل د معاهدې دپاره ضروري ده چې په ایران لگیدلې پابندۍ ختمې کړی شي. "زمونږ مذاکراتي همکاران، په خصوصي توگه غربي هیوادونه، او په خصوصي توگه امریکا، پکار ده چې د همیشه دپاره په دې سیاسي پوه شي چې پابندۍ او معاهده څنگ په څنگ نشي تلی...که چرې دوې معاهده غواړي نو پکار ده چې بندیزونه لري شي،" د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل.

په خپل نوبت د امریکې خارجه وزیر جان کیري وویل معاهده ترلاسه کولو دپاره به ایران ته "مشکلې فیصلې" کول پکار وي. "ترڅو چې په هر څه اتفاق وو نشې په هیڅ هم اتفاق نه نه کیږي...دا ټاکلی شوی معیار دی چې تر لاندې يي دا مذاکرات کیږي، که څوک ددې برعکس خبره کوي، هغه به تاسو ته غلط معلومات درکوي،" جان کیري وویل.

د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو ایران سره د معاهدې سخت مخالفت کړی دی. هغه ویلي د معاهدې د نرمۍ نه به ایران گټه واخلي، ایټمي وسله به تیاره کړي او دا رنگ به اسرائیل د سلامتیه دپاره خطرات راولاړ شي.

اسرائیلي وزیراعظم به هم په دغه موضوع د نهې په ورځ د امریکې د کانگرس غړو نه وینا هم کوي.

ایران وايی ایټمي پروگرام يي پرامنه او د توانائي د پیداوار دپاره دی.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG