لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي پروگرام په اړه د امریکا او ایران مذاکرات


خالي یا د شنبې په ورځ د چین سرښار بیجنگ نه ایران سره مذاکراتو دپاره د روانیدو په وخت جان کیري وویل ایران سره د معاهدې په لړ کې اوس هم خلیج موجود دی. هغه وویل ایران سره مذاکرات په نورو موضوعاتو د خبرې اترو نه جدا دي چې پکې د اسلامک سټیټ خلاف امکاني همکاري هم شامله ده
خالي یا د شنبې په ورځ د چین سرښار بیجنگ نه ایران سره مذاکراتو دپاره د روانیدو په وخت جان کیري وویل ایران سره د معاهدې په لړ کې اوس هم خلیج موجود دی. هغه وویل ایران سره مذاکرات په نورو موضوعاتو د خبرې اترو نه جدا دي چې پکې د اسلامک سټیټ خلاف امکاني همکاري هم شامله ده

د امریکې خارجه وزیر جان کیري او د هغه ایراني همنصب جواد ظریف اومان کې د ایران د ایټمي پروگرام په موضوع مذاکرات کړې دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې اترې په داسې مهال شوي چې دوه هفتې ورسته د ایټمي پروگرام په لړ کې د معاهدې نیټه سر ته رسیدونکې ده.

د اتوار په ورځ مذاکراتو کې د یورپي یونین د خارجه پالیسۍ مشرې کیترین ایشټن هم شرکت وکړو.

مسقط کې د مذاکراتو په میز د کښېناستو وړاندې جان کیري او جواد ظریف یو بل ته لاسونه ورکړل خو مطبوعاتو سره يي څه خبرې ونه کړې.

خالي په ورځ د چین سرښار بیجنگ نه ایران سره مذاکراتو دپاره د روانیدو په وخت جان کیري وویل ایران سره د معاهدې په لړ کې اوس هم خلیج موجود دی. هغه وویل ایران سره مذاکرات په نورو موضوعاتو د خبرې اترو نه جدا دي چې پکې د اسلامک سټیټ خلاف امکاني همکاري هم شامله ده.

صدر براک اوباما ویلي امریکې او ائتلافي هیوادونو ایران ته د ایټمي معاهدې چوکاټ ورکړی دی.

براک اوباما ویلي د ممکنه معاهدې دپاره چوکاټ یو مرحله واره طریقه ده چې د لارې يي ایران د پابندو نه ځان خلاصولی شي او نړي واله ټولنه کې شاملیدی شي خو هغه زیاته کړه ددې پوښتنې ځواب اوس د ایران د مشرانو په لاس کې دی چې وي څه کول غواړي.

د ملگرو ملتونو پنځه مستقل غړي او جرمني غواړي ایران دې د یورینیم جوړولو کار ودروي چې دا رنگ د ایټمي وسلې جوړولو صلاحیت ترلاسه نه کړي. ددې په بدل کې به ملگري ملتونه په ایران لگول شوي پابندۍ لرې کړي.

ایران په مستقل ډول ددې خبرې ردوي کوي چې گني د ایټمي پروگرام هدف يي وسله تیارول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG