لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران ایټمي معاهده به د ٢٠ جنورۍ نه عملي شي


صدر براک اوباما وویل امریکا او نور غربي قوتونه به ایران باندې بندیزونه په محدوده کچه نرمه وي ترڅو ایران د معاهدې پابند وي
صدر براک اوباما وویل امریکا او نور غربي قوتونه به ایران باندې بندیزونه په محدوده کچه نرمه وي ترڅو ایران د معاهدې پابند وي
د ایران او غربي قوتونو ترمنځ د ایران ایټمي پروگرام په سر معاهدې باندې عملدرامد به د جنورۍ د میاشت د ٢٠ مې نیټې نه شورو شي. د معاهدې ترمخه به ایران خپلې ایټمي سرگرمۍ محدودوي او په بدل کې د غربي نړۍ لخوا لگول شوي پابندۍ په محدوده کچه نرمې کړی شي.
د دواړو فریقنو چارواکو د اتوار د ورځې نه د معاهدې د عملې کیدو تصدیق کړی دی. د تصدیق نه څو ورځې وړاندې په دې موضوع خبرې اترې کیدې چې په نومبر کې ترسره د شپږو میاشتو لوظنامه به په څه ډول عملي کولی شي.
د لوظنامې ترمخه، ایران به د یورینیئم تیارولو عمل تر پنځه فیصد پورې را کم کړي، د تیار کړی شوي یورینیئم په ذخیره کې به کمی کوي او د ملگرو ملتونو مبصرینو ته به د خپلو ایټمي ودانو د څارنې اجازت ورکوي.
د دغه اقداماتو په بدل کې به امریکا او یورپین یونین په ایران لگولو شوي پابندۍ نرمې کړي چې د ایران اقتصاد ته زیان رسولی دی.
ایران او شپږ نړي وال قوتونه، امریکا، برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني چې ایران سره د لوظنامې فریقین دي به د معاهدې د شپږ میاشتو په وخت کې به مذاکرات جاري ساتي چې د اوږدې مودې پورې د ایران ایټمي پروگرام په سر د لانجې حل راوباسي او دا اندیښنې ختمې کړي چې گنې ایران ایټي وسلې ترلاسه کول غواړي.
د امریکا خارجه وزیر جان کیري ویلي ایران سره یو جامع معاهده ترسره کول به گران کار وي خو د مسلې د دائمي او امناکه حل دپاره خبرې اتري ضروري دي.
صدر براک اوباما وویل امریکا او نور غربي قوتونه به ایران باندې بندیزونه په محدوده کچه نرمه وي ترڅو ایران د معاهدې پابند وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG