لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوانټانامو نه ٦ قیدیان یوراگوائی ته لیږلې شوي دي

صدر براک اوباما د تیرو شپږو کلونو راهسې وايي چې د گوانټانامو زندان به بندوي ځکه چې ددې د لاسه په نړي واله کچه کې د امریکې تاثر ته نقصان رسیدلی دی. براک اوباما په خپله ژمنه کې کانگرس لخوا د خنډانو په وجه نه دی کامیاب شوی

د امریکې پوځي زندان گوانټانامو بی کیوبا نه شپږ قیدیان یوراگوائی ته لیږلی شوي دي.

د امریکې ددفاع وزارت پینټگان د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي گوانټانامو نه ازاد کړی شوي قیدیانو کې څلور د شام، دوه د تیونس او یو فلسطیني شهري شامل دی.

شپږ واړه کسان به یوراگوائی کې د مهاجرینو په توگه ابادول کیږي.

شپږواړه کسان القاعده سره د تعلق په شک کې نیول شوي وو خو پرې کوم جرم ثابت نشو.

گوانټانامو نه جنوبي امریکې ته لیږل کیدونکې دغه د پخواني قیدیانو وړمبۍ ډله ده.

دا وخت گوانټانامو کې ١٣٦ کسان بندیوان دي چې کال ٢٠٠٢ کې د پرانستل کیدو ورسته زندان کې دا د قیدیانو تر ټولو کمه شمیره ده.

صدر براک اوباما د تیرو شپږو کلونو راهسې وايي چې د گوانټانامو زندان به بندوي ځکه چې ددې د لاسه په نړي واله کچه کې د امریکې تاثر ته نقصان رسیدلی دی. براک اوباما په خپله ژمنه کې کانگرس لخوا د خنډانو په وجه نه دی کامیاب شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG