لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما امریکې ته شام د مهاجرینو د راتگ مخالفت ردوي


پیرس کې د گل په ورځ پولیس په نقاب کې پټه یوه زنانه نیولې ده
پیرس کې د گل په ورځ پولیس په نقاب کې پټه یوه زنانه نیولې ده

د امریکې صدر براک اوباما د حزب اختلاف په هغه سیاستدانانو تنقید کړی دی چې په هیواد کې د شام کډوالو ته د پناه ورکوو مخالفت کوي. صدر اوباما وايي مهاجرینو ته د پناه ورکولو مخالفت د امریکائي اقدارو خلاف اقدام دی.

د فلپیائن سرښار منیلا کې د شورو یا چارشنبې په ورځ د ایشیا پیسیفیک اکنامک کواپریشن، ایپیک، د سر مشرانو غونډې په غاړه خبریالانو سره خپلو خبرو کې صدر اوباما وویل پکار نه ده چې د ترهگرۍ د حملو په جواب کې د ویرې او د افراتفرۍ نه کار واخیستلی شي.

په امریکا کې د شام مهاجرینو ته د پناه ورکولو یا د نه ورکولو روان بحث په اړه براک اوباما وویل دا خبرې اترې د تندوره ډلو هغه بیان ته تقویت ورکوي چې گني غربي نړۍ اسلام سره په جنگ کې ښکیل ده.

د فرانس ښار پیرس کې د جمعې په ورځ شوو حملو ورسته په امریکا کې دا بحث راپاریدلی چې آیا د شام مهاجرینو ته په هیواد کې د پناه اخیستلو اجازت ورکړی شي او که نا؟

دا بحث ځکه کولی شي چې د فرانس مامورین وايي حملو کې یو مشکوک ځانمرگي حمله کونکي د شام پاسپورټ لرلو او د کډوال په توگه تیره میاشت یونان دلارې فرانس ته رارسیدلی وو.

د پیرس په حملو کې ١٢٩ وژل شوي او ٣٠٠ نه زیات نور زخمیان دي.

د حملو ورسته فرانس په حملو کې ککړ مشکوک وسله والو خلا ف په لویه پیمانه اپریشن شورو کړی دی.

پولیس ویلي د حملو منصوبه سازي د عبد الحمید الباعود نومې کس کړی چې د داعش په صفونو کې جنگیدلی او د بیلجیئم شهریت لري.

د فرانس مامورین وايي د شورو یا چارشنبې په ورځ پولیس د پیرس په یوه علاقه کې په یو کور د الباعود نیولو دپاره چاپه وهله، خو د هلته پټو وسله والو او پولیسو ترمنځ جگړه ونښته چې د اووه ساعتو پورې روانه وه. د چاپې په وخت یوې ښځې وسله والې ځان په بم ووژلو او یو بل کس هم ووژل شو. چاپه کې اووه نور کسان ونیول شول.

امریکې فرانس ته د حملو په تحقیقاتو د مرستې وړاندیز کړی دی.

صدر اوباما وايي ځیني امریکائي سیاستدانان سیاسي مقاصدو دپاره هیواد ته شام د کډوالو د راتگ مخالفت کوي. هغه وویل که یوازې عیسائي مهاجرینو ته د پناه ورکولو اجازت ورکړی شي، څه رنگ چې ځېنې سیاستدانان وايي، نو دا د امریکائي قدارو سرغړونه ده.

صدر اوباما وايي شام د کډوالو په اړه بحث پکار ده چې بند کړی شي. هغه په کانگرس غږ وکړو چې شام کې پوځي کاروائی په اړه دې قانون سازي وکړي.

یورپ ته د مهاجرینو د تگ په مهال صدر براک اوباما ١٠٠٠٠ کډوالو ته امریکا کې د پناه ورکولو اعلان کړی وو.

د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ناقدین وايي د براک اوباما د اعلان په نتیجه کې به شام د کډوالو ترڅنگ ترهگر هم امریکې ته راورسي.

د ریپبلیکن پارټۍ سینیټر جیف سیشنز وايي په دې هیواد کې به هم هغه واقعات رامینځته شي کوم چې فرانس کې ولیدلی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG