د امریکا مېزوري ایالت فرګسن ښار کې یوی عدالتي شورا یا ګرېنډ جیوري فېصله کړی چې سپېن پوستکې پولېس افسر د یو تور پوستکي ځوان د وژنی د تور نه بري کړیدی. دغه پولېس افسر څلور میاشتې وړاندی دغه بې وسلې ځوان په ډزو ویشتلې وو.
د سېنټ لوېس کاونټۍ سرکاري وکېل رابرټ مک کالچ د ګل په ورځ ناوخته د ګرېنډ جیوري د فېصلې اعلان اوکړو او زیاته ېي کړه چې د پولېس افسر ډیرن وېلسن پرضد د جرم لګولو پوره ثبوتونهنه دي ترلاسه شوي. ډیرن وېلسن د فرګسن ښار پولېس افسر دی او د اګست په نهمه نېټه ېي تور پوستکې ماېکل براؤن په ډزو وژلې وو.
د دغې پېښې وروستو په سېنټ لوېس کې اړی ګړی سوا شوی وو چرته چې زیات تره تور پوستکي یا افریقاېي امریکایان اوسېږي. د دغې پېښې وروستو څو څو واری دغلته د پولېسو او مظاهرچیانو تر مېنځه اېنښتې هم شوي وی کومې چې د څو اونېو پوری روانې وې.
نن د دغه فېصلې د اعلان وروستو د وژل شوي ماېکل براؤن کورنۍ په خپور شوي یو بیان کې وېلي دغې فېصلې سخت مایوسه کړیدي. د ډیرن وېلسن وکیلانو وېلي ګرېنډ جیوري په دی راضي شوي چې د پولېس افسر لخوا د ډزو دغه عمل د قانون سره سم وو.
هم نن د مېزوري ایالت ګورنر جې نکسن په یو خبري کانفرنس کې په عام اولس غږ کړی چې د هر قسمه فېصلې وروستو دی په امن اوسېږي. او د ګرېنډ جیوري د فېصلې احترام دی اوکړي. په فرګسن کې د امنېت پرځاې کولو لپاره نېشنل ګارډز هم پرځاې کړی.
د دغې فېصلې وروستو فرګسن په شمول د امریکا په ځنو نورو ښارونو کې مظاهری شورو شوياو مظاهرچیانو پکې لوټ مار هم شورو کړی.
د امریکا صدر بارک اوباما د دغې فېصلې سمدستي وروستو د سپېنې مانړۍ نه په خپله وینا کې په ټولو امریکایانو غږ کړی چې د ګرېنډ جېوري فېصله دي اومني. امریکاېي صدر زیاته کړه هغه مني چې ځنې خلک به پدغه فېصله غصه او نا اومیده شوي وي خو په مظاهرچیانو يي غږ اوکو چې د تشدد نه دي ډډه اوکړي.