لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اړې گړي ښکار فرگسن ښار کې په دویمه شپه هم احتجاجونه شوي


براک اوباما چې د هیواد وړمبی افریقائی امریکنی صدر دی، وویل خلک د جیوري په فیصله ناراض دي
براک اوباما چې د هیواد وړمبی افریقائی امریکنی صدر دی، وویل خلک د جیوري په فیصله ناراض دي

د امریکې میزوري ریاست فرگسن ښار کې په دویمه شپه هم احتجاجونه شوې او د اړې گړې پېښې رامپنځته شوې او د امریکې په نوروښارونو کې هم د فرگسن د مظاهره چیانو سره همدردۍ کې مظاهرې شوې دي.

فرگسن کې مظاهرې د گل یا دوشنبې په شپه راوپاریدې کله چې د منصفانو جرگې یا گرینډ جیوري ښار کې د وژل شوي یو تورپوستکې یا افریقائي امریکني هلک مائیکل براؤن د وژنې په سر په سپین پوستکې پولیس افسر ډیرن ویلسن باندې د مقدمه نه چلولو فیصله وکړه.

د فرگسن زیاتره ابادي افریقائی امریکنیان دي او مظاهرو کې اکثریت هم د تورپوستکو دی.

صدر براک اوباما د نهې په سه شنبې په ورځ خپله وینا کې د تشدد غندنه وکړه. هغه وویل الغاو تلغاو کې ککړو خلکو سره به د قانون سره سم سلوک کولی شي. براک اوباما چې د هیواد وړمبی افریقائی امریکنی صدر دی، وویل خلک د جیوري په فیصله ناراض دي.

د ١٨ کلن مائیکل براؤن وژنې نسل رنگ اختیار کړی دی. زیاتره افریقائی امریکنیان وايي ډیرن ویلسن د سپین رنگ په بنیاد په کوم جرم کې نه دی ککړ گرځول شوی او مائیکل براؤن د افریقائي نسل سره تعلق لرلو په بنیاد وژل شوی دی.

فرگسن کې د گل یا د دوشنبې د اړگړې، اور اچولو پیښو او لوټ مار ورسته ٢٠٠٠ د نیشنل گارډ خصوصي عسکر پرځائې کړی شوې دي.

د وائس اف امریکا عائشه تنظیم چې دا وخت فرگسن کې ده وايي ښار کې د گل یا د دوشنبې په رنگ لوټ مار بیا نه دی شوی. په دغه شپه ښار کې شا او خوا ١٢ ودانیو ته اور واچولی شو او د پولیس دوه موټرې وسوزځول شوې.

پولیس وايي فرگسن کې د اړې اړې او الغاو تلاغاو په واقعاتو کې د ککړتیا په لړ کې د ١٠٠ نه زیات کسان نیول شوې دي.

د فرگسن نه علاوه په نورو ښارونو کې هم مظاهرې شوې او د موټرو تگ راتگ کې يي خلل واچولو. سینټ لیوس، کلیولینډ او سیاټل ښارونو کې احتجاجونه شوې ي. سرښار واشنگټن ډي سې کې مظاهره کونکې د یوې تاڼې مخې ته په مزکه پراته شول او د مرگ ښودنه يي کوله. نیویارک کې هم مظاهره چیانو په پلونو او سړک د موټرو په چلن کې خلل واچولو. پولیس ځېنې خلک گرفتار کړې هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG