لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرگسن کې د افریقائي امریکن د وژل کیدو کال تشدد ترڅنگ ونمانځلی شو


د مائیکل براون د کال کال نمانځلو مظاهرې په عمومي توگه پرامنه وي. پولیس ویلي ځېنې خلکو د لوټ مار کوښښ وکړو او یو پولیس افسر خښته لگیدو له امله زخمي شوی دی
د مائیکل براون د کال کال نمانځلو مظاهرې په عمومي توگه پرامنه وي. پولیس ویلي ځېنې خلکو د لوټ مار کوښښ وکړو او یو پولیس افسر خښته لگیدو له امله زخمي شوی دی

د امریکې میزوي ریاست فرگسن ښار کې د یو سپین پوستکې پولیس افسر د لاسه د یو افریقائي یا تورپوستکې کس د وژل کیدو یو کال ونمانځلی شو، ښار کې پرامنه مظاهرې وشوې او د مظاهرو په مهال یو کس د پولیس په ډزو لگیدلی او سخت زخمي شوی دی.

د سینټ لویس د پولیسو مشر ویلي د مظاهرو په مهال په ساده جامو کې پولیس افسرانو د یو مسلح کس څارنه کوله، دغه کس د بلې ډلې سره د ۴٠ یا ٥٠ ډزو تبادله وکړه او ورسته يي د د پولیسو په موټر هم ډزې وکړې.

پولیس په جوابي ډزو کې مسلح کس ویشتلو. د ویشتلی شوي کس شناخت نه دی شوی خو ویل کیږي چې عمر يي ٢٠ کاله دی.

فرگسن کې د ١٨ کلن مائیکل براون د مرگ یو کال نمانځلی کیدو.

د مائیکل براون د کال کال نمانځلو مظاهرې په عمومي توگه پرامنه وي. پولیس ویلي ځېنې خلکو د لوټ مار کوښښ وکړو او یو پولیس افسر خښته لگیدو له امله زخمي شوی دی.

د ډزو ورسته پولیس راجمعه شوو خلکو ته د خوریدو امر وکړو او د اوښکو دستې بمونه يي خلاص کړل. ځېنې خلکو په ټویټر د پولیس تنقید وکړو چې د اوښکو بمونه يي ولې خلاص کړې وو.

د انصاف وزارت د مائیکل براون د وژنې تحقیقاتو کې پولیس افسر ډیرن ویلسن بري گرځول شوی دی خو تحقیقاتي رپورټ کې ویل شوي فرگسن کې پولیس تورپوستکې شهریان بې ځایه په هدف کوي. پولیس کې اکثریت د سپین پوستکو دی.

تحقیقاتو کې ویل شوي پولیس نه یوازې د نسلې تعصب نه کار اخلي بلکه د ښار د امدن زیاتولو دپاره بې ځایه درنې جرمانې لگول کیږي چې په نتیجه کې يي پولس او د عدالتي نظام نه د خلکو اتبار اوچتیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG